The news is by your side.

د غني پاکستان ضد دریځ او د عمراخان فریاد

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې او له طالب څخه په ډیره بې شرمۍ باندې ملاتړ پیل کړی او په دې برخه کې  يې ټول قوانین مات کړي دي.

په همدې مقطع کې تازه د افغانستان ولسمشر ویلي چې یو شمېر ډلې په پاکستان کې د افغانستان د ویجاړۍ چور او تالان له کبله جشنونه لمانځي، ښاغلي غني چې په تاشکند کې د جنوبي او مرکز اسیا کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په تیره یوه میاشت کې له پاکستانه د پاکستان او نورو هېوادونو لس زره وسلوال افغانستان ته را اوښتي او دلته يې په جګړه کې برخه اخیستې.

په ورته وخت کې دوې ورځې وړاندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال  پر پاکستان لوی تور پوري کړ او زیاته يې کړه چې پاکستان افغان دولت ته په رسمي ډول ګواښ کړی چې که دوی د سپین بولدک ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړي نو د پاکستان د پوځ او هوايي ځواک له لوري به له غبرګون سره مخ شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امرالله صالح  دا ادعا رد کړه.

اوس چې افغان ولسمشر پر یوه نړیوال سټېج باندې د پاکستان په هکله داسې څرګندونې کړې نو ښايي تر یوه بریده ښه نتیجه ورکړي او همدا هېوادونه پر پآکستان باندې فشار زیات کړي ترڅو پایلې یې ښې وي.

خو داسې هم ویلای شو، چې د پاکستان له لوري مداخلات او نور د افغان دولت د کمزورۍ یوه تر ټولو ښه بېلګه ده ځکه تراوسه موږ له پاکستانه واضح تعریف نلرو او د اصولو پر بینا ورسره داسې اړیکې نلرو چې د تاوان پر ځای تاوان او ګټې پر وخت ګټه وي خو لاهم هیلې شته چې افغان دولت نور د ټولو کړنو حد ته د رسیدلو وروسته له پآکستان واضح تعریف ولري او ورسره  د دوی د کړنو مطابق نړیوال او محلې کړنې تر سره شي.

افغان ولسمشر په دې غونډه کې له عمرانخان سره لیدلي هم دي هغه بیا په دې غونده کې له ځانه سپین چرګ جوړ کړی او ویلي يې دي  چې هېواد يې سم او له افغان سولې سره لازمه او تل همکاري کړې او د نورو هلو ځلو ډاډ يې هم ورکړ

Comments are closed.