The news is by your side.

د افغان سولې لپاره قوي او نوې ډله رامنځ ته شوه

خبریال ویب پاڼه/ افغانان سولې ته نژدې شوي که څه هم په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زیاتې شوې  خو اوس داسې هیلې ښکاري چې د سولې لپاره هم هڅې رښتینې شوې او ټول لوري  نور له جګړو ستړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې نوې څلور اړخیزه ډلې د رامنځ ته کیدلو  خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډله به د افغان سولې لپاره کار کوي.

امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان څلور اړخیزه نوې ډله رامنځ ته کړې چې تر اوسه پوري د دغه پلټفارم رامنځ ته کیدل په پرنسیپ کې تائید او  منل شوی او ډیر ژر به په سیمه ییزه کچه د سولې او سیمه ییز اتصال په برخه کې خپلې هڅې پیل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د څلورو واړو هېوادونو استازو یا دې ډلې په افغانستان  کې د دایمي ثبات لپاره دایمي پرمخنګ هم شمېرلی  او زیاته کړې يي ده چې له همدې امله باید په افغانستان  کې سولې ته کار وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې جوړښته د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې داسې جوړښتونه رامنځ ته کیدل افغانان نور هم سولې کولو ته نژدې کوي.

دا ډله پر داسې مهال رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ د بین لافغاني خبرو د بیا پیل لپاره د عبدالله عبدالله په مشري د افغان دولت یو پلاوی دوحې ته ولاړ او هلته به د بین لافغاني مذاکراتو په دوام له طالب مشرانو سره وګوري او د سولې پر وروستیو هڅو به خبرې وکړي.

په سیمه ییزه کچه هم دا دی هڅې روانې شوې دي ترڅو د افغان سولې لپاره کار وشي افغان ولسمشر د ازبکستان تاشکند ښار ته تللی او هلته د مرکزي او جنوبي اسیا په کچه يې په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او کوښښ يې کړی ترڅو د افغان سولې په هکله یوه اجماع رامنځ ته او ورته کار وشي خو تراوسه پوري لاهم د افغانانو اندېښنې ځکه پر ځای پاتي  دي چې تراوسه په افغانستان کې جګړه روانه او د پخوا په پرتله لا نوره هم خونړۍ شوې ده ترڅو چې د جګړې په ډګر کمبود نه وي رامنځ ته شوی نو عام افغانان پرې باور نه شي کولی

Comments are closed.