د طالبانو په وړاندې د هند مهم بيان
خبريال وېبپاڼه: د هند د بهرنیو چارو جی شنکر چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وويل چې په افغانستان کې د زور له لارې واک ترلاسه کوونکی هېڅ حکومت به نړيوال ملاتړ او مشروعیت ترلاسه نکړي.
هندي وزير وويل چې داسې يو افغانستان نړيوالو ته د منلو وړ دی چې بې طرفه، ډيموکراتيک او ارامه وي، شنکر زياته کړه چې هېواد یې د شانګهای په غونډه کې هم په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي، د مدني فعالانو د ژونو، د بې ګناه خلکو د هدف ګرځولو د مخنیوي په هکله ټينګار کړی دی.
جی شنکر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې پکار ده د افغانستان کشاله د سولې د خبرو له لارې حل شي، هغه وويل چې يوازې د سولې جدي خبرې کولی شي چې يوه مثبته پايله ورکړي او په افغانستان کې روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي، د شنکر په خبره چې د خبرو له لارې باید يوه تړون رامنځته شي چې پايله يې دايمي اوربند وي او پکې ټولو قومونو ته ځای ورکړل شي.
د هندي د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د افغانستان راتلونکي نه بايد د هغه د تېر په څېر شي، په افغانستان کې اوس هرڅه بدلون کړی دی موجود نوی نسل نوې او بدلې غوښتنې او تمې لري او دې ټولو ته غوږ ونیول شي، هندي وزير وويل چې افغانستان بايد د تېر په تاريخ باندې محکوم نشي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان د سولې د خبرو له لارې د جنګ د درولو خبره کوی چې تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم عمران خان يو ناڅاپه هند ته خوله واچوله او ویې ويل چې د افغانستان د روان جنګ تر ټولو ستر بايلونکی هند دی.
د طالبانو او هندی چارواکو ترمنځ د تماسونو خبرونه که څه هم څو ځل ورکړل شول خو تراوسه پورې نه د هند د حکومت او نه هم د طالبانو د تحريک له لوري ددې تماسونو رسمي تاييد شوی دی.
Comments are closed.