The news is by your side.

طالبانو ته د خلیلزاد مهم او جدي خبرداری

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د طالبانو په اړه تکراري او بې خونده خبرې کړې دي، چې له اورېدو یې خلک نور خلک ستړي شوي دي.
زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې ویلي دي چې طالبان په زور په افغانستان کې واک ته نه شي رسېدای او که دغه ډول ناکامه هڅه وکړي، نو د امریکا له غبرګون سره به مخ شي.
هغه زیاته کړې چې طالب ډله د زور له لارې په هېڅ صورت واک ته نه شي رسېدای او دغه ډول هڅه د افغانستان له بربادۍ پرته بل څه نه دي، ځکه په وینا یې دلته د زور حاکمیت چندان ښه نتیجه نه ده ورکړې.
ده ویلي چې که بیا هم طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي نو امریکا به نه یوازې دا چې له دغه هېواد سره ټولې اړیکې پرې کړي، بلکې طالب ډله به په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.
ده خبرداری ورکړی دی چې طالبان باید له افغان حکومت سره په ګډه یوې موافقې ته ورسېږي، خو په وینا یې که داسې ونه شي نو امریکا به د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.
زلمي خلیلزاد دغه راز هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي، خو په وینا یې باید دغه اوربند دایمي اوربند ته لار هواره کړي.
خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.
امریکا رښتیا طالبان په رسمیت نه پېژني؟
که څه هم خلیلزاد وايي چې که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نو امریکا به یې په رسمیت ونه پېژني، خو رښتیا دا دي چې طالب ډله د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل سره سم د امریکا لخوا په رسمیت پېژندل شوې او د افغانستان د همدغه نامرد ملګري له لاسه نن طالبانو سیاسي او نظامي قوت پیدا کړی دی.

Comments are closed.

koi finance