د دوحې نننۍ غونډه کې په کومو مهمو مسایلو خبرې کېږي؟

خبریال وېبپاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري د افغان حکومت اته کسیزه پلاوی دوحې ته رسېدلی او نن به د طالبانو له پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.
سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې د افغان پلاوي مشري به عبدالله عبدالله او د طالبانو ټیم مشري ملابرادر کوي او همدارنګه به په دې غونډه کې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني هم ګډون کوي.
د مالوماتو له مخې، دغه غونډه نن په ۱۲ بجو پیلېږي او اساسي بحث به د اوربند په ټینګېدو، د طالب بندیانو په خوشې کېدو او د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو وي او همدا راز به دواړه لوري د سولې په وروستیو پرمختګونو، خنډونو او ستونزو هم بحث او خبرې اترې وکړي.
د افغانستان له‌خوا په دې پلاوي کې عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، باتور دوستم، فاطمه ګېلاني، سعادت منصور نادري، کریم خلیلي، عطالله لودین، او سلام رحیمي شامل دي.
که څه هم ټاکل شوې وه چې په دې پلاوي کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم شامل وي، خو ښاغلی کرزی په نویمه دقیقه کې له تګ په شا شو او له هوایي ډګر بېرته خپل کور ته ستون شو.
طالبانو د خپل ۷زره بندیانو د خوشې کېدو او له تور نوملړ څخه یې د مشرانو نومونو د ایستلو په مقابل کې د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی، خو افغان حکومت بیا وایي، چې دغه اوربند باید دایمي شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړی نادر نادري تېره پنجشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، چې د طالبانو دغه غوښتنه منصفانه نه‌ده، ځکه په خبره یې حکومت تر دې وړاندې هم د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د تاوتریخوالي د کمېدو په هدف خوشې کړل خو برعکس جګړو زور واخیست.

په ورته مهال ولسمشر غني تېره ورځ په ازبکستان کې د اسیا او جنوبي اسیا په غونډه کې یو وار بیا وویل، چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري.
هغه وویل، چې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره جنګیالي له پاکستان او ځنیو نورو سیمو د افغانستان جګړې ته اوښتي دي.
هلته بیا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې لوی اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند امکان شته.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More