The news is by your side.

منظور پښتین: پي ټي ایم د افغان سولې پراخ ملاتړ کوي

خبریال ډاټ کام: نن د پېښور په چارسده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لویه ولسي غونډه رابلل شوې وه چې پکې منظور پښتین هم د وینا پر مهال د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وښود او وې ویل، چې “پي ټي ایم” د افغان ریښتې سولې ملاتړ کوي.

منظور پښتین له اته ویشت ورځو زنداني کېدلو وروسته د پي ټي ایم په لومړنۍ غونډه کې نن برخه اخېستې وه چې د وینا پر مهال یې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه هم مننه وکړه چې د زنداني کېدلو پر مهال یې د هغه د خلاصون لپاره غږ پورته کړی وو.

په چارسده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغې غونډې ته په زرګونه خلک ورغلي و، چې یو ځل بیا یې د ریاست د ظلمونو او جبر پر وړاندې خپل غږ پورته کړ.

غونډې ته د منظور پښتین ترڅنګ محسن داوړ او د پي ټي ایم یو شمېر نورو مشرانو غړو ویناوې وکړې دوی یو ځل بیا خپلې غوښتنې له ریاست وکړې چې باید پوره یې کړې او په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې روانه بې عدالتي نوره پای ته ورسوي.

منظور پښتین د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، د پښتنو په خاوره ډیرې مسعلې دي که چېرې د پاکستان حکومت دا ستونزې حل کول غواړي نو حل دې کړي که یې نه شي حل کولی مونږ ته دې ازادي او خپلواکي راکړي.

منظور پښتین وویل، چې مونږ به خپل وطن جوړ کړو، د پښتنو په خاوره به بېل ریاست جوړ کړو او هغه به هم له پاکستانه بیل حیثیت لري.

هغه یوځل بیا ریاست ته په خطاب کې وویل، چې دوی ته لاهم په خپلو سیمو کې حقوق نه ورکول کېږي، خو د پنجاب خلکو ته په بشپړه توګه حقوق ورکول کېږي.

هغه د افغان سولې په اړه وویل، چې د سولې په اړه مو وطن رټل شوی دی، نو په افغانستان کې دې داسې سوله وشي چې د ټولو لپاره په یو شان وي، نه د یوې ډلې لپاره سوله اوسي بلکې ټول افغانان باید ترې برخمن شي.

نوموړي وویل، افغان سوله دواړه لوري پښتنو ته په ګټه ده ځکه چې په روانه جګړه کې ګڼ شمېر پښتنو خپل سرونه بایللی دي او د کرښې دواړه غاړي به د دې خوښیو برخمن شي.

نوموړي په وروستیو کې د لر او بر او د نړۍ له فعالانو مننه وکړه چې د زنداني کېدلو پر مهال یې د هغه ننګه کړې ده او له زندانه په خلاصون کې مهم رول ولوبوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.