The news is by your side.

دسولې ‌تر تړون وروسته د غني ‌او ټرمپ لمړۍ تلیفوني‌ مکالمه

خبریال ډاټ کام / ولسمشر اشرف غني‌ خبر ورکړ چې ډونالډ ټرمپ ورته تلیفون کړی او ډاډ یې ورکړی دی چې افغان دولت دا توان لري‌چې د سولي دپروسې مشري‌وکړي .

د ولسمشر غني‌ د ښاغلي‌ ټرمپ‌ سره دخبرو په تړاو په داسي‌ وخت کې ټویټ وکړ چې پر افغان حکومت د سولي د پروسې د ګډوډولو تورونه پوري شوي دي‌.

داشرف غني‌ مخالفین که په حکومت کې دننه دي‌او که بهر د حکومت پر دا پرېکړه نیوکې کوي‌چې (۵۰۰۰) طالب زندانیان به نه خوشي‌کوي .

ولسمشر غني‌ سولي د هوکړې یوه ورځ وروسته د رواني مارچ ماشتي پر لمړۍ نېټه وویل چې دطالب زندانیانو خوشي کېدل د امریکا واک نه بلکه دافغان حکومت واک دی .

ښاغلي غني زیاته کړه: “د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته،دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسئله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو چې د طالبانو په وینا د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به د دغه ډلې ۵۰۰۰زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي چې په مقابل کې به یې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ خبریالانو سره خبرو کې د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالو خوشي کول د یو شرط په توګه مطرح کړل او زیاته یې کړه که چیري د دوی یاد شمېر بندیان خوشي نشي بین الافغاني خبرې به پیل نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې بین الافغاني مذاکرات د مارچ پرلسمه پیل شي.

خو ولسمشر غني وویل، که چیري د سولې خبرو په جریان کې باور رامنځته شي، طالب زندانیان به خوشي شي.خو ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خلک غواړي دا باور تر لاسه کړي چې خوشي کېدونکي طالبان بیا وسله نه پورته کوي.

دافغانستان سوله اوس تر بل هروخت رانېژدې شوې خو په خورا پیچلي حالت کې ده .طالبان له افغان حکومت سره د خبرو نه کولو پر سر ولاړ دي‌او افغان حکومت بیا د طالب زندانیانو د خلاصون څخه پراړخ کېږي‌.

که حالت هم دا ډول باتې شي‌ښايي پر (۱۰) مارچ ټاکل شوې بین الافغاني خبري‌پیل نشي‌او دسولي پروسه ټکنۍ شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.