مایک پمپیو د طالبانو او امریکاد تړون ترشا د پټو اسنادو خبر ورکړ
خبریال ډاټ کام / د امریکامتحده ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې دامریکا او طالبانو د سولي د تړون تر شا دوه انتهايي محرم اسناد شته دي چې دوی یې نشي په ډاګه کولای .
ښاغلي پمپيو د یکشنبې په ورځ (دمارچ پر لمړۍ نېټه) د سي بي اس تلویزوني شبکې ته وویل: “دوه اجرايي عنصرونه شته؛ دا دواړه ډېر محرم دي؛ دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د پوځیانو د مصونیت لپاره اهمیت لري. د کانګرس هر غړوته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي.“
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتي پر ۲۹ نېټه د قطر په دوحه کې وشو.
ددغه تړون له مخي به نور وسله وال طالبان په افغانستان کې پر امریکايي پوځ بریدونه نه کوي .
بین الافغاني خبري به پیل کېږي او اوربند ته به لار خلاصېږي .
خو ستونزيلا پر ځای پاتې دي . طالبان او حکومت وار دمخه د خبرو اترو د ډول په اړه اختلاف لري. طالبان له حکومت سره د خبرو اترو پرځای له مختلفو ډلو او سیاسي مشرانو سره خبرو اترو ته لومړیتوب ور کوي.خو افغان حکومت غواړي سیاسي مشران او احزاب د انفرادي هڅو پر ځای، د دوی تر چتر لاندې خبرو اترو ته لاړ شي.
افغان چارواکي د سولې د بین الافغاني خبرو اترو اصطلاح ناسمه ګڼي. دا ډول خبرې اترې یو خوا له حکومت نه د عمل ابتکار اخلي او بل خوا په کور دننه او بهر له انزوا سره مخ کېدای شي.
داسي ښکاري چې دم ګړی طالبان تر بل هر لوري زیات خوشحاله دي او د بري جشن لمانځي ، خو د چارو کارپوهان بیا وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي د اوسني تړون ګټه سمدلاسه امریکا ته ورسېده ، خو افغان حکومت ،طالبانو او د طالبانو ملاتړي هیواد پاکستان ته یې هغه مهال ګټه رسېدلای شي چې درې واړه لوري په اخلاص د سوليبهیر ته لار هواره کړي.
د سوليد بهیر ترټولو کړکیچن پړاو بین الافغاني خبرې ديچې ښايي پر خپل ټاکلي وخت هم ترسره نشي، بلکه وځنډېږي .
ټاکل شوې ده چې طالبان او افغان حکومت به د بین الافغاني خبرو پړاو د رواني مارچ میاشتي له (۱۰) نېټې پیل کړي .
بله ستونزه چې د طالبانو او امریکا د شويتړون یوه ورځ وروسته را وټوکېده د (۵۰۰۰) طالب زندانیانو آزادول ديچې ولسمشر غني یې له منلو انکار وکړ.
که د ولسمشر غنيانکار هم دا ډول پاتې شي، نو لکه اوس چې ولسمشر غنيد پاڼ او پړانګ ترمنځ را ګیر دی ډېر ژر به طالبان هم له ورته حالت سره مخامخ شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.