د طالبانو په هکله ترکیې مهمه پرېکړه وکړه

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې د طالبانو او ترکيې اړیکې ترینګلې شوې اوس د ترکیې حکومت د طالبانو سره د خبرو کولو نيت کړی دی.

طالبان ترکیې ته په غوسه و چې ددوی سره يې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د کابل د هوايي ډګر په هکله پرېکړه نکوي که کومه پرېکړه کوي نو باید د طالبانو سره لومړی خبرې او توافق وکړي، مګر طالبان په غوسه و چې د ترکیې حکومت ورسره غيرې رسمي خبرې په یو طرفه ډول درولي دي او پخپل سر یې اعلان کړی دی چې د کابل هوايي ډګر ساتنې ته دوام ورکوي.

طالبانو ترکيې ته ګواښ کړی و چې که د ناټو د نورو هېوادونو سره تر ټاکلي وخت پورې له افغانستان څخه ونه وځي نو دوی به یې په وړاندې جهاد‌ ته دوام ورکړي او بيا به یې د عواقبو مسول د ترکيې حکومت وي، طالبانو له ترکي حکومت څخه غوښتي و چې ددوی له توافق پرته دې خپله پریکړه نه اعلانوي.

تازه اوس ترکي رسنیو او طلوع نيوز خبر ورکړی دی چې د ترکیې حکومت به د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله مذاکرات پيل کړي.

یوه ترکي ستراتيژيست رسنیو ته وویل چې طالبان وايي دوی د نړۍ سره اړیکې غواړي او نړيوال وايی چې په کابل کې یې د سفيرانو د شتون لپاره لازمه ده چې د کابل هوايي ډګر فعال او خوندي وي او که چیرې دا هوايي ډګر خوندي او فعال نه وي نو دوی به په کابل کې خپل سفارتونه وتړي، نو که چېرې طالبان په ريښتيا د نړيوالو سره اړیکې غواړي باید د ترکیې له لوري د کابل د هوايي ډګر ساتنې وړانديز ومني.

تر دې وړاندې د ترکیې د استقلال ورځپاڼې د ذبيح الله مجاهد په حواله ويلي و چې طالبان غواړي د اردوغان سره مخامخ خبرې وکړي، مجاهد ويلي و غواړي د ولسمشر اردوغان سره مخامخ خبرې وکړي او د افغانستان د حالاتو په هکله ورته ريښتيني معلومات ورکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro