The news is by your side.

افغانستان ته د دریو هېوادونو اندېښمنوونکی پلان

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی چې په کور دننه اندېښنو سره سره سیمه ییزې اندېښنې هم را پاریدلې او هر هېواد چې له افغانستان سره نژدې دی خپل چمتوالی يې نیولی.

اوس درې هېوادونه د افغانستان د وضعیت د خرابیدلو لپاره خپل چمتوالی نیسي او لوی پوځي تمرینات ترسره کوي چې دا چاره یې له ځان سره خپل نوی پیغام لیږدوي.

بیا هم روسیه د دې تمریناتو اصلي مرجع ده که افغانستان کې امریکا وي او یا یې هم اغېزه وي نو حتمي به روسیه اندېښنه لري  او کوم کار به ضرور کوي.

د روسیې د پوځ له لیکو یوه جنرال الکساندر لوپین په خپلو خبرو کې ویلي چې تمرینات پیلیږي او د تاجکستان په یوه ستره نظامي  اډه کې به د پنځو ورځو لپاره ترسره شي.

دا چې بایډن وویل چې ټول امریکایي ځواکونه ښايي تر اګسټ میاشتي ووزي نو ورسره هممهاله روسیه د تمریناتو لپآره د دې میاشتي له پنځمې  تر لسمې نېټې  لاس په کار کیږي او دا تمرینات پیلوي.

دوی د افغانستان په هکله اندېښنه لري او ویې  ویل چې له افغانستانه د پېښيدونکو خطرونو په باب به پر وخت اقدام کوي او همدارنګه به د خپلو پوځیانو وړتیا هم لوړه کړي.

روسیې ویلي دا لوی تمرینات کولای شي د مرکزي اسیا د پوځیانو ترمنځ همغږي نوره هم زیاته کړي او لا نور هم پیاوړي شي ترڅو د خطرونو په وړاندې ښه مبارزه وکړای شي.

روسیه تاجګستان او ازبکستان به د افغانستان په هکله ښايي کوم بد پلان ونلري خو اوس د دوی له لوري د پوځي لارې غوره کول اندېښنې را پورته کوي دا هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه لري او  له  افغانستان ورته پیښیدونکي خطر اندېښمن کړي دي.

امریکا له افغانستانه وزي او اوس حالت د پخوا په پرتله ډیر زیات خراب شوی دی شاوخوا سلګونه ولسوالۍ او د ګڼو ولایتونو د مرکزونو یو شمېر  سیمې د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلې او د افغانستان په لس ښارونو کې په دوامداره توګه سختې جګړې هم روانې دي چې عام افغانان په دې هکله زیاتي اندېښنې لري، هغوی وايي چې دولت دي دا حالت کنټرول کړي خو دولت د ژمنو سره سره بیا هم تراوسه پوري څه نه دي کړي

Comments are closed.