The news is by your side.

د اشغالګرو د خطاب وروسته اردوغان د طالبانو په هکله دريځ بدل کړ

خبريال وېبپاڼه: د کابل د هوايي ډګر د ساتنې او ورسره په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د پاتې کېدو مسلې د طالبانو او ترکيې ترمنځ اړیکې خرابې کړې دي.

تېره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رسنيو ته د خبرو په مهال وويل چې طالبان بايد په افغانستان کې د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ته د پای ټکی کېږدي.

د اردوغان دغه څرګندونو ته تراوسه پورې طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تازه اردوغان په قبرس کې رسنيو ته د خبرو په مهال د خپلو پرونیو څرګندونو په نسبت نرمې او حتی ویلی شو مثبتې څرګندونې وکړې.

اردوغان نن رسنیو په خبرو کې وويل چې په دې باندې پوهېږو چې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په برخه کې طالبان ځینې اندېښنې لري، لکه څنګه چې دوی د امريکا سره خبرې وکړې همدغسې موږ به هم د طالبانو سره خبرې وکړو، طالبان چې د امريکا سره په خبرو کې جوړ سول زموږ سره خو به راحت جوړ شي، ترکيه د طالبانو د باور( دين) په خلاف څه نلري له همدې کبله د طالبانو سره به په اسانۍ باندې توافق ته ورسیږي.

تېره ورځ غربي رسنیو خبر ورکړ چې د ترکیې حکومت په پام کې لري د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په مسله کې د طالبانو سره خبرې پيل کوي، نن د ترکیې د ولسمشر اردوغان خبرو په څرګنده دغه خبره تاييد کړه چې ترکيه د کابل د هوايي ډګر د ساتنې اړوند د طالبانو سره رسمي مذاکرات کوي.

تر دې وړاندې طالبانو ويلي و چې د ترکي چارواکو سره یې خبرې شوې دي او دغه چارواکو ورته ويلي دي چې بدون د طالبانو له توافق څخه به د کابل د هوايي ډګر په هکله خپل دريځ نه اعلانوي، طالبانو ويلي و چې وروسته دغه خبرې د ترکانو له لوري په یو طرفه ډول ودرول شوې.

Comments are closed.