The news is by your side.

اردوغان پلوه ترکي رسنۍ؛ د افغانستان ۴۸ سلنه خلک ترکان دي

خبريال وېبپاڼه: په دې ورځو کې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پای په رسېدو دي او د کابل د هوايي ډګر د ساتنې چارې ترکیې ته د سپارلو په لاره دي ترکي خبريالان فکر کوي چې ګواکي ټول افغانستان ورته سپارل کېږي او ددوی تر غلامۍ لاندې راځي.

په ورځني ډول ترکي رسنۍ د افغانستان د تجزیې لپاره تبليغات کوي، دوی د افغانستان د ټولو شمالي برخو لپاره د جنوبي ترکستان نوم ټاکلی دی او په دې سيمه کې روان جنګ چې اوس په ډېره کمه کچه دی او مطلق اکثریت سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي د خپلواکۍ جنګ نوموي.

تېره ورځ دgzt ډيجيټل ورځپاڼې چې د اردوغان د تبليغاتي ورځپاڼې يني شفق ورځپاڼې يوه برخه ده په يوه ویډيو کې وويل چې د افغانستان ۴۸ سلنه خلک ترکان دي.

په داسې حال کې چې ازبک قوم غ افغانستان يو کوچنی او کوچنی اقليت دی او صرف په یو دوه ولايتونو کې يې نفوس زيات دی د ترکيې رسنۍ د افغانستان نيمايي ولس ازبک يادوي.

تېره ورځ د ولسمشر اردوغان ترټولو نېږدې کس ابراهيم کاراګل په ښکاره پخپل ټویټر کې وليکل چې ترکیه په افغانستان کې د جنوبي ترکستان دولت جوړوي، د ابراهيم کاراګل ترلاس لاندې ورځپاڼېgzt هم پرون وليکل چې ترکیه به یوازې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې تر چارې پورې محدوده پاتې نشي بلکې د جنوبي ترکستان په وړاندې به ولاړه شي او ددې سیمو څخه به ګواکي تروریستان پاک کړي خدای خبر چې ترکيه به تروريستان چاته وايي د طالبانو سره خو پخپله په یوه مېز ناست دي او مذاکرات ورسره کوي.

د ترکي رسنيو دا دښمنانه تبليغات دومره ندي محدود، بلکې په افراطي ډول د دروغو ډک خبرونه ددې هېواد لوی لوی رسنيز مرکزونه، د څېړنو مرکزونو اکاډميک شخصيتونه خپروي، مثال په ډول يوه ترکي پروفيسور چې يوه څيړنيز مرکز مشر پخپل ټویټر کې ليکلي و چې د افغانستان په نيمايي برخه کې ددوستم واک چلېږي ددوستم پوځونه قدم‌په قدم مېشت دي هره شيبه افغانستان پخپل کنترول کې اخيستلای شي صرف د دوستم امر ته په تمه دي.

په داسې حال کې چې ان د دوستم د زوکړې ځای شبرغان او مرکز يې فاریاب مطلق اکثریت سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او مرکزونه یې د طالبانو له لوري کلابند دي خدای خبر ددې زمرو دا پوځیان چېرته دي.

که څه هم د ترکیې د حکومت مشران وخت په وخت ځان د افغانستان دوست بولي او افغان حکومتي چارواکي کابل کې د ترکيې په سفارت کې ددې هېواد د هره ښه او بد په ورځ حاضر وي خو په رسنيو کې بيا ترکیه د افغانستان د تجزيې لاره تعقیبوي.

Comments are closed.