The news is by your side.

سوریايي جګړه مار افغانستان کې هر یو يې ۳ زره ډالر معاش لري

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې حالت اوس هم د اندېښنې وړ دی چې د لته بهرني وسلوال بهرني ځواکونه او جنګي ډلې شتون لري اوس له افغانستانه سوریه جوړیږي.

د جګړې  مطالعاتي مرکز د افغانستان د حالاتو په هکله یو اوږد مطلب خپور کړی او پکښي يې د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د مسؤلیت اخستلو په هکله مالومات خپاره کړي.

ای ایس ډبیلو په خپل تازه دې مطلب کې ویلي چې  د ترکیې له لوري د دې مسؤلیت په درشل کې دې هېواد په سوریه کې له سوریايي جګړه مارو قراردادیانو سره خپر کړې او افغانستان به دغه جګړه ماران رانقل  کړل.

جزیات وايي چې  په لومړۍ چوپه کې به ۲۰۰۰ دا قراردادي جنګیالي افغانستان ته راشي، او د ترکیې ماموریت به د لته هم د لبیا او سوريې غوندي وي.

ترکيې له سوریايي پوځ سره خبرې پیل کړې او جنګیالي ترې غواړي چې د هر جنګیالي به درې زره امریکايي ډالر تنخوا وي او کوښښ کیږي چې تر سپټمبر میاشتي پوري دا ځواکونه اماده کړي.

د ترکیې له لوري د کابل هوايي ډګر د مسؤلیت اخیستلو په هکله طالبانو لا له وړاندې خبر ورکړی او د دې پریکړې مخالفت يې کړی او دا کار یې اشغال بللی هغوی ویلي له سپټمبر میاشتي وروسته د هیڅ یوه بهرني هېواد پوځي حضور ته اجازه نه شته او دوی به یې پر وړاندې  و دریږي.

خو د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا تیره ورځ په خپلو خبرو کې طالبانو ته په اشغال ګرو وویل او زیاته يې کړه چې د افغانستان اشغال ته دي طالبان د پاي ټکی کښېږدي او وسلې دي  پر ځمکه وغورځوي.

نن هم په همدې اړه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې  که طالبان له امریکا سره خبرې کوي باید له ترکیې سره هم خبرې وکړي.

د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو  وتلو وروسته داسې اندېښنې وې چې د کابل هوايي ډګر امینت به خراب او ښايي ډیری بهرني ډیپلماټان افغانستان ته له سفر کولو ډ ډه وکړي، خو که ترکیه د کابل هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخلي نو بیا بهرنیان بیرته ډاډ من کیدلای شي.

Comments are closed.

koi finance