The news is by your side.

ښاغلی صالح / ډاکتراکبر اکبر

خبريال وېبپاڼه: تر کومه چې د ډز سره د ټوپ سپيناوې کول دي نو ګومان نه کووم چې ورته اړتيا وه ځکه چې ډز کيږي ددې پاره چې بله خوا دې ټوپ ووهي او ودې دانګي او تر ټولو لويه دا چې خوږ او ژوبل او يا حتى مړ دې شي.

هسې هم تمه همدا کېدله او دلته نور څه نه دي شوي يوه تمه تر ډېرې وړې کچې ( چې د ټوپ کچه وه) پوره شوه او تاسو پوره کړه ډاکټر صېب اشرف غني يا ښاغلي کرزي هم پوره کولى شوه خو هغوى د دې سره چې تر تاسو په عمرونو کې پاخه وو بيا هم استقامت وساته او دا تمه د هغوى په وجود کې پوره نه شوه.

کېدې شي دا پېښه به تاسو ته ځورونکې وه او باور وکړئ چې مونږه پرې هم نه يوو خوشاله شوي ولې څه چې مونږه ته تر دې ډېر ځورونکې شو او څه چې مونږه ته تر دې ډېر ځورونکي دي نو هغه ستاسو دا انګېرنه او پوخ باور دى چې تر مخې ېې خپل ولس ښه سوکه په دريو کېټګوريو ويشئ او تر دې لا دا ډېره ځورونکې دا ده چې وايئ جنګ پاتې دى او لا ډېرې سختې ورځې تر منځه دي.

نو دا جنګ به تر څو وي او دا سختې ورځې شپې به لا نورې څومره پاتې وي! او د کوم دوزخ له وېرې او د کوم جنت په تمه دا ولس نور تر بله کومه جنګه بيايئ؟؟

ښاغلى صالح!
د ولس له ويشه خو مو داسې ښکاري چې دې ولس ته حتى دا حق هم نه ورکوئ چې د دريمګړي په توګه دې ستاسو په هکله قضاوت وکړي!!

او غواړئ ترې څه؟

نو يا خو ترې دا غواړئ چې ولس به ستاسو د دې جادويي او کوډګري شخصېت د رڼا له تاو راتاو شپوله نه وځي او هم هلته به په عمري بند بنديوان مريونه او مريدان وي او نه به په دې نور کې کومه تېاره زغمي او چې نن ېې له بده مرغه ستاسو د شخصيت د دې رنا په شپول کې تياره وليدله نو د توقعاتو په تول او تلو ېې پوره ونه ختئ ځکه چې د ډز سره مو ټوپ وواهه او د ولس تر منځه مو د منونکو دا ډله چې له ښه مرغه ېې تاسو هم يوه وړه ډله ګڼئ نهيلې شوه او تاسو د دوى د دې نهيلۍ له امله له دوى نه بښنه غواړئ.

اوس پاتې شوې دا دوه نورې ډلې، نوراځئ چې په دې ننۍ پېښه برغولې کېږدو يا ځئ تېږې به پرې کېږدو او چې تاسو پرې خوشالېږئ نو هېره به ېې کړو يا په بله ژبه چې تاسو پرې خپه کېږئ نو له سره به ېې نه يادوو بس ځئ هېره مو کړه!

ددې سره سره مو هېره کړه چې تاسو ځان ته داحق ورکوئ چې د افغان پارلمان او ولسي جرګې يوه غړي ښاغلي نايب زاده ته په ټلفون کې کنځلې وکړئ او هغه ته خاين ووايئ او بيا په وياړ هغه ويډيو سوشل ميډيا ته وباسئ ولې نور دا حق نه لري چې د جنګ د يوه کلک پلوي په توګه ستاسو هم هغه ويډيو خواله رسنيو او نورې ماس مېډيا ته وباسي په کومه ويډيو کې چې د جګړې د يوه واړه توکى يانې د يوه توغندي غږ ته ستاسو طبيعي غبرګون دومره زورور او لړزونکې وو لکه چې وو.
نو ځئ ولس به دا هم وکړي او تاسو به نه خپه کوي ولې د دې مطلب خو دا نه دى کنه چې په لويه کې دې ستاسو هرې نادودې ته دود وويل شي او د دې تيرو شلو کلونو د کوروېجاړې جګړې سپاهيان دې دا ولس وي خو کرېډېټ به ېې تاسو اخلئ او که ولس پرېکړه وکړه چې نه به مو نادودو ته دود وايې او نه به مو تر دې کچې زياتيګړې زغمي چې په برېښناايزو پېژند پاڼو کې به ېې هم ګوتې وهئ او قومي هويتونه به ورله بدلوئ را بدلوئ خو دوى به څه نه وايي او که څه ېې وويل نو بيا خو به دا ولس يا په زرهاو ميله له هېواده تښتېدلي هغه کډوال وي چې په يوروپ او امريکه کې ېې اړولي دي او د زړونو د بغض او بړاس ويستلو ته پلمې لټوي او يا که ېې څه وويل نو تاسو به ېې د وسله والو طالبانو په ډلو ورټومبئ؟

اخير دا د کوم ځاى او د کوم فکر منطق دى چې ستاسو هر مخالف به هم طالب وي او هم به د پاکستان يا امريکې يا چين يا کوم بل هېواد اېجنټ وي او هم به افغانستان پنجاب ته سپاري خو يواځې ستاسو ستايونکي او له تاسو تاو راتاو منجيله شوې کړۍ به د ساهو خلکو او سادو افغانانوکړۍ وي؟

زه نه پوهېږم چې څنګه ځان ته دا اجازه ورکوئ چې يا به مو دا ولس د جنګي تګ لارو او (ستاسو په انده) د راروانو لا بدو ورځو ملګرى وي او که داسې نه وي (او ډاډه اوسئ چې نه به وي) نو بيا به دا ولس د پردو هيوادونو اېجنټان وي؟؟

ستاسو سره مخالفت ستاسو په انده دومره بده خبره او د داسې بدو تورونو د لګو وړ ګرمې دي؟؟
که داسې وي نو په تاسو خداى رحميږي او که نه خو په دې ملت دې خداى ورحميږي چې داسې مشران ورله ورکړي چې يو خو د ستونزو حل د جنګ پرځاى په سوله کې ولټوي او بله دا چې خپل هېڅ سياسي مخالف، د هېواد دګټو او د ولس د مخالف په توګه ګرم او مجرم ونه ګڼي او نه ورته داسې د نورو اېجنټ ووايي لکه تاسو چې ورته په خپله ننۍ خپره کړې وينا کې ويلي دي.

Comments are closed.