The news is by your side.

د ولسمشر غني پلان ته طالبانو شديد غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه: ولسمشر غني تېره ورځ اعلان وکړ چې د نوي پلان مطابق په راتلونکو شپږو مياشتو کې به موجود وضعیت بدل کړي او حالت به نورمال شي، د روانو بحراني حالاتو لپاره چې دولت ډېري ولسوالۍ له لاسه ورکړې، تجارتي بندرونه، سرحدي دخول او خروج نقطې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي حکومت پلان لري چې په مهمو سيمو او ځايونو بېرته خپل واک را وګرځوي.

د بل لوري بيا د ولسمشر غني دا پلان د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د غبرګون سره مخ شوی دی، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې خلک دې شاهد وسي په راتلونکو شپږو مياشتو کې چې څه پېښېږي مسول به يې اشرف غني وي.

که څه هم حکومت اوس هم د طالبانو څخه د ځینې ولسواليو د بېرته نيولو خبر ورکوي مګر حالات ځکه همغاسې کړکېچن دی چې په بله سيمه کې طالبانو بله ولسوالۍ نيولې وي.

په داسې حال کې چې اشرف غني وايي طالبان د سولې په خبرو کې صادق ندي طالبان بیا پخپله غني او ټيم یې په دې تورنوي چې د سولې په خبرو کې ښه نيت نلري.

ولسمشر غني او ټيم یې وايی چې طالبان د سولې په خبرو کې په جدي مسائلو پايله لرونکی بحث نکوي او په ځمکه کې یې بيا جګړې ته زور ورکړی دی.

په ځواب کې طالبان بيا وايي چې دوی جګړه نه ده زياته کړې بلکې په ډېری سيمو کې په ډېره اسانۍ سره افغان پوځيان ورته تسلیمیږي او ولسوالۍ ددوی لاس ته لوېږي، طالبان په ځينو سيمو کې د جګړې زياتېدل مني خو وايي په ټوله کې يې جګړه نه ده زياته کړې او عسکر پخپله ددوی سره يو ځای کېږي.

طالبان وړاندې پخپل استدلال کې وايی چې د تېر اختر راهيسې ددوی مشران په دوحه کې و د افغان حکومت څو استازي چې په دوحه کې پاتې و ددوی مشرانو ورسره وليدل او ورڅخه يې هيله وکړه چې پوره افغان ټيم حاضر شي او د سولې خبرې پيل شي، طالبان وايي چې ددوو مياشتو په جريان کې بيا هم د حکومت ټيم خبرو ته په ټول شمولیت حاضر نشو او یوازې څو ورځې وړاندې یوه لوړ پوړيزه غونډه جوړه شوه.

Comments are closed.