The news is by your side.

د بیان ازادي د ډاکټر محمد نعيم له نظره

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو له لوري د ولسواليو د لاندې کولو او د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د چارې د پای ته رسېدو د نېږدې کېدو سره په افغانستان کې عام خلک او ډېری حکومتي چارواکي نور په دې سل سلنه قانع دي چې طالبان به راځي خو دا چې څه ډول به راځي په دې باندې بيا څوک دقیق نه پوهیږي.

د طالبانو د راتګ يقيني کېدل په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د هغه نسبي پرمختګونو او لاسته راوړنو په هکله اندیښنې زیاتې کړې دي چې افغانانو ته په ډېر درانه قيمت تمام شوي.

یو له دغو لاسته راوړنو او پرمختګونو د بیان ازادي ده، که څه نړيوال څارونکي وايي چې د اشرف غني موجود حکومت د افغانستان د تېر شل کلن سفر په جريان کې مېډيا ترټولو زياته ترفشار لاندې ده خو بيا هم په يوه اندازه چې ډېره د قناعت وړ نده دا آزادي جريان لري.

اوس که طالبان راځي حکومت نيسي او يا هم په حکومت کې لويه برخه ترلاسه کوي نو د رسنيو سره به يې تعامل څنګه وي، په دې هکله سل سلنه دقيقه خبره هغه وخت امکان لري چې دوی راشي او خلک یې ويني خو د طالبانو د ذهنیت او موجودو رسنیز بيان څخه هم يو څه معلومات ترلاسه کولی شو ترڅو زموږ سره مرسته وکړي چې د رسنیو سره به د طالبانو چلند څه ډول وي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعیم همدا اوس د خپل ټویټ د رېپلای برخه بنده کړې ده، رېپلای هغه برخه ده چې د يوه شخص له لارې د شوي ټويټ په هکله خلک خپل نظر او ځواب ورکولی او بيانولی شي، مګر د طالبانو د دفتر وياند دا لاسرسی او حق د خلکو څخه همدا اوس اخيستی دی او دا برخه یې بنده کړې ده.

طالبانو د نورو د اورېدو دومره مينوال نه ښکاري څومره چې د خپلو خبرو د کولو مینوال دي، د تحقیقاتو سره د طالبانو چلند ډېر د قناعت وړ نه دی، د مثال په ډول که يو کس ديني تحقیقات کوي، يا د حکومت له لوري شوی فساد يا بل کار څېړي نو دا امکان ډېر دی چې ژر د طالبانو له لوري په فتنې جوړول متهم او له منځه یوړل شي.

په ذهني ډول طالبان داسې خلک نه ښکاري چې د تنقيد حوصله دې ولري، دوی تر ډېره ژر قضاوت کوي او صرف خپل قضاوت ورته مکمل ښکاري نو بد اټکل دادی چې طالبان به د رسنیو په وړاندي سخت دريځ ولري او ښه هيله داده چې طالبان د وخت اړتياوې درک کړي او خپل چلند د رسنيو په وړاندې ښه کړي.

Comments are closed.