The news is by your side.

امريکايي جنرال پخپله خوله اعتراف وکړ

خبريال وېبپاڼه: له ډېرو مودو راهيسې په افغانستان کې ډیری خلک په ځانګړي ډول د سياسي چارو کارپوهان په دې بحثونه کوي او ددې په هکله تشويش کوي چې د افغانستان په هکله د امريکا ستراتيژي او تګلاره څه ده.

کله کله خو امريکايي ځواکونه او ددوی مشران اعتراف کوي چې په افغانستان کې يې دغه او هغه غلطۍ وکړې او ځينې خوش باوره افغانان بيا دا پخپلو کتابونو او لیکنو کې هم ليکي، خو دا خبرې ډېری اساس نلري ځکه چې په هغه څه چې امريکايان وايي نه پوهېدو اوس پوه شو په حقيقت کې ښه پوهېدل.

امريکايي جنرال مارک ميلي نن پخپلو خبرو کې يو ځل بيا ډېری افغانان ګيچ کړل، ميلي د يوه لوري وايي چې ممکنه ده طالبان نظامي بريا خپله کړي، طالبانو همدا اوس د افغانستان د نيمو ولسواليو څخه زياتې نيولې دي او د ځينو ولايتونو مرکزونه هم تر محاصرې لاندې دي، وړاندې وايي چې حتمي نده کېدی شي طالبان افغان حکومت را ونه پرځوي.

حقيقت دا دی چې امريکايي چارواکي د افغانستان په مسله کې دومره بې خبره ندي، بلکې دوی په شعوري ډول همدا‌ تګلاره او پلان لري چې په افغانستان کې يو بې تګلارې يا د بې تګلارۍ او لار ورکۍ تګلاره عملي کړي.

دوی همدا اوس پلان لري چې د افغانانو او افغان ځواکونه روحیه له منځه يوسي، څه موده وړاندې چې حالات دومره خراب هم نه و امريکايي چارواکو په پرلپسې څرګندونې کولې چې د افغانستان ګاونډیان بايد د افغان کډوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیزي.

امريکايي چارواکي په شعوري ډول افغانانو ته دا په ذهن کې ورکوي ددې لپاره تبليغات کوي چې په افغانستان کې شديده او د کنترول څخه وتلې کورنۍ جګړه پيل کېږي دوی بايد له افغانستان څخه وتښتي.

امريکا د افغانستان په هکله کافي مطالعه لري، هرڅه د یو پلان مطابق شوي کېدی شي ددوی ټول پلان ددوی د ميل مطابق نه وي عملي شوی خو حقيقت دادی چې امريکا په افغانستان کې دومره نابلده حرکت نکوي څومره چې دوی غواړي په خلکو یې ومني.

Comments are closed.

koi finance