The news is by your side.

کانونو وزارت د کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل

خبریال وېب پاڼه/ د کانونو او پیټرولیم وزارت له خوا د ننګرهار- کونړ د مرمرو او د پروان د پراورتین تړونونه له سره لاسلیک کړل.

د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د تګلارې په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت په ستره کچه دوه قراردادونه د کونړ ننګرهار د مرمرو او د پروان د پراورتینو پروژه د نېچرل ستون شرکت سره لاسلیک کړ.

د یاد قرارداد په اساس شرکت مکلفیت لري ترڅو په حدود د ١,۷۷ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

په لومړۍ اکتشافي دوره کې به په حدود ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابریږي؛ او ورسته له استخراج نه به په حدود د ۲۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به ۱۵ میلیونه ډالر پانګونه په اکتشاف پروسس او صادراتو برخه کې ترسره کړي. او د ۵ میلیونو ډالرو نورې پانګونې تعهد لري.

د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور تګلارې په اساس په صنعتي منرالونو کې لکه تالک او مرمر برخه کې او د سیمنټو برخه کې پروژې لاسلیک ته اماده دي.

د تګلارې په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت هدف دا دی ترڅو د کانونو سکټور په عایداتي سکټور مبدله شي.

اوونۍ وړاندې هم د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د جوزجان په یتیم طاق سیمه کې د ګازو اکتشاف بریالی شو او په لومړي ځل ترې ګاز په بریالۍ توګه استخراج شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت اوس غواړي چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کانونو استخراج پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance