The news is by your side.

ناټو له افغان ځواکونو د مرستې نوې پریکړه کړې

خبریال ویب پاڼه/ ناټو  تر ۲۰۲۴ کال پوري له افغان ځواکونو  سره پوره مرسته کوي او دا مهال هم د دې ځواکونو د روزنې مسؤلیت پر غاړه لري او دا ځواکونه په کوم بهرني  هېواد کې روزي.

شل کاله وړاندې ناټو د افغان ځواکونو تجهیز اکمال او روزنه پیل کړه چې تر دا مهال دوام لري او په وینا يې دوی د افغانستان پولیس او پوځ په ښه توګه وروزه.

اوس چې تازه په افغانستان کې تر بل هر وخت وضعیت ترینګلی شوی او په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې نښتې روانې دي، ناټو نوې مهمه پریکړه کړې.

د ناټو سازمان یوې ویاندې اوانا لانګسکو په خپل یوه نوي بیان کې ویلي چې دا سازمان د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او دوی به د افغانستان پوځ ملاتړ ته دوام ورکوي.

ناټو ویلي چې دوی به افغانستان پوځ ته لا ډیر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي واستوي او خپلو همکاریو ته به په دې برخه کې لاهم په ښه توګه سره دوام ورکړي.

د ناټو سازمان ویاندې ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه پوري دوی د افغان پوځ لپاره د اویا میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او نور روغتیايي توکي ورکړي دي.

ناټو پر داسې مهال  باندې د افغان ځواکونو سره د خپلو ژمنو د بیا تازه کولو اقدام کړی چې تازه افغان ځواکونه د یوې خونړۍ جګړې په درشل کې دي او دا مهال د هلمند کندهار او هرات ولایتونو په مرکزونو کې درنې جګړې روانې دي.

افغان دولت ویلي چې د دې جګړې د مهارولو پلان خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې دا جګړې مهار کړي له هلمنده راپورونه وايي چې د جګړې خط ان تر امنیه قومانداني ولایت مقام او ملي امنیت ریاسته رسیدلی او ښار په بد امنیتي وضعیت کې کرار لري خو تراوسه پوري د مرستې کوم څرک نه لګیږي او که حالات همداسې دوام وکړي نو لیري نه ده چې لښکرګاه ښار به سقوط وکړي.

که څه هم په هرات او کندهار ولایتونو کې تر یوې کچې پوري حالات کنټرول شوي خو په هلمند ولایت کې بیا حالت تراوسه پوري د ناټو په ګټه روان دی

facebook likes kopen

Comments are closed.