The news is by your side.

خليلزاد د طالبانو د جګړې د زياتوالي سبب او د طالبانو غوښتنه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: د افغان سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې طالبان او افغان حکومت دواړه اوس د قدرت لپاره جګړه کوي.

خليلزاد په خپلو خبرو کې ويلي چې اوس جګړې مشروعیت له لاسه ورکړی دی او دواړه لوري دقدرت او واک لپاره جګړه کوي.

نوموړي وويل چې طالبان به اوس په افغانستان کې په نوي جوړيدونکي حکومت کې لا زياته ونډه غواړي، خليلزاد وويل چې طالبان د قدرت لپاره جګړه کوي، د طالبانو له لوري د جګړې د زياتوالي سره د خليلزاد دا خبرې داسې تفسیر کېږي چې ګواکي طالبانو جګړه د لا ډېر واک او برخې لپاره تېزه کړې ده.

يوازې زلمی خليلزاد ندی چې د افغان جګړې د مشروعیت د ختمېدو په هکله خبرې کوي بلکې په افغانستان کې دننه خلک او ټول لوري په هېواد کې روانه جګړه صرف د چوکۍ جګړه بولي چې څوک یې د جمهوریت او څوک یې د اسلامي نظام تر نامه لاندې مخته وړي.

د بل لوري ډېری اسلامي هېوادونه، د علماؤ ټولنې په افغانستان کې جګړه ناروا بولي، ان د پاکستان ځينې ملان هم په افغانستان کې اوس جګړه ناروا بولي.

د امت علما په دې اند دي چې کله په یوه هېواد کې بهرنی اشغال شتون ونلري که چېرې موجود نظام فاسد هم وي په وړاندې یې جګړه نه ده روا ځکه جګړه به داسې ونکړي چې فاسد نظام په ځای به د يوه ښه نظام د راتلو سبب شي بلکې جګړه به داسې بد وضعيت رامنځته کړي چې خلک به د هغه فاسد نظام په ارمان شی، علما په دې اند دي چې د نورو سوله ايزو لارو څخه باید په استفادې سره خپلې نیکې موخې تعقيب شي.

خو طالبان بيا وايي چې جګړه یې پوره مشروعیت لري دوی اسلامي نظام غواړي اوس د افغانستان حکومت اسلامي نه بولي او کوم خلک چې په دې حکومت کې کار کوي کافر بولي د طالبانو له لوري تراوسه په زرګونه کسان په دې سبب وژل شوی دی چې ولې په حکومت کې کار کوي.

twitter retweets kopen

Comments are closed.