The news is by your side.

الله اکبر که مرګ پر پاکستان چېغه ځواکمنه ده؟

خبریال وېبپاڼه – د الله اکبر په مقصد هر مسلمان پوهېږي چې الله لوی دی، خو دا ناره له پېړیو راهیسې د سیاسي واک د ساتلو او یا د واک د ترلاسه کولو په موخه په بېلا بېلو وختونو کې بېلا بېلو مسلمانو
مشرانو اوچته کړې ده.

تر څلوېښتو زیات کلونه وشول چې د الله اکبر په سپېڅلې چیغه سپېڅلي افغان مسلمانان قتلیږي.

د افغانستان د جمهور ریس او امنیت شورا په غوښتنه د الله اکبر سپېڅلې ناره په افغانستان کې د حکومت ترواک لاندې سیمو کې اوچته شوه، او داچې دې نارې ته د افغان امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ رنګ ورکول شوی وو افغان ولس ښه په مېړانه بدرګه کړه.خو د همدغې نارې تر شا یو داسي فکر پروت دی چې ښایي د ډېرو افغانانو لپاره روښانه نه وي.

د ولسمشر له لوري د الله اکبر نارې تر شا څو پټ او ښکاره پیغامونه وو.
لومړی دا چې ولسمشر د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ والې ټولنې ته ور فهموله چې افغانان لا هم د توندلارۍ فکر لري او ستاسو تر تګ وروسته به افغانستان د ترهه ګرو په ځاله بدل شي.

دوهمه موخه دا وه چې طالبانو ته دا ورو فهموي چې کومه ناره تاسو اوچته کړې د هم هغې نارې د اوچتولو وړتیا حکومت کې هم شته، نو تاسو که دا چیغه پورته کوئ د یو مسلمان په خلاف موږ مسلمانان یې ستاسو خلاف هم اوچتولای شو.

دریمه موخه دا وه چې پر الله اکبر خلک راټول کړي او وښيي چې ګواکې ملت د افغان حکومت تر شا ولاړ دی.

اصلاً خبره د جګړې او طالب نه د ولس د بېزاره کېدو او د دې دواړه پدیدو خلاف چې هر غږ اوچت شي ولس یې بدرګه کوي، مطلب دادی چې ولس له جګړې خلاصون غواړي او که هغه د الله اکبر په سپېڅلې ناره شونی وي نو دا خو نور الله نور شوه.

خو ولس د همېش په څېر نا خبره او دا ځل هم حکومت په ویده حالت کې د خپلې ګټې لپاره و کاراوه.

د الله اکبر دې سپېڅلي غږ بېلا بېل سوالونه را اوچت کړي دي.
لمړی دا چې که ولسمشر غني او پر هغه را څرخېدلې کړۍ اسلام ته دومره ژمنه وه ولې یې په تېرو پنځو کلونو کې دا غږ را اوچت نه کړ؟

دوهم دا چې که د افغان پوځ د ملاتړ غږ وای نو افغان پوځ خو له آره مسلمان پوځ دی ولې له پیل نه دا نارې ته ځای ورنه کول شو؟

دریم دا چې ایا د واک د غځولو یا د جګړې د شدت لپاره نړۍ والې ټولنې ته افغان ولس توندلاری معرفي کول سنجیده ګي ده؟

که ولسمشر او د هغه کړۍ رښتیا غواړي چې طالبان او د طالبانو ملاتړی هیواد پاکستان خوږ او ووېروي؛ نو بیا د الله اکبر د نارې پرته د (مرګ پرپاکستان) چېغه په افغانانو کې لا په شدت اوچتېدلای شي.

که ولسمشر او د هغه چار یاران د پاکستان دښمني اعلان کړي او دا خبره بربنډه وکړي زما په باور تر الله اکبر ډېر ولس ورباندې را غونډېدلای شي.

دم ګړی داسې ښکاري چې ولسمشر په دې پوهېدلی چې څوکۍ یې په ښور کې شوې ده؛ ځکه له هېڅ ډول کړنو مخ نه اړوي خو دا چې لا هم خپلې ګټې د پاکستان سره په نېژدېکت کې لټوي په نره د پاکستان خلاف غږ نه کوي دا د اشرف غني تر ټولو لویه کمزوري او نا کامي ده.

لیکوال : سید نصیب الله

twitter likes kopen

Comments are closed.