The news is by your side.

د امریکا د ويزو په هکله د طالبانو مهم بيان راغی

خبريال وېبپاڼه: طالبانو د امريکا له لوري هغه کسانو ته چې ددوی سره يې ترجماني کړې ده او يا ورسره په بله برخه کې همکاري کړې د ويزې ورکولو په هکله بيان خپور کړی دی.

طالبانو د امريکا له لوري افغانانو ته هلته د ورتګ او ويزې ورکولو پرلپسې وړانديزونه غندلي دي او ويلي يې دي چې دا کار د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده او باید امریکا له دې کار څخه نور په جدي ډول ډډه وکړي.

طالبانو پخپل بيان کې وړاندې ويلي دي چې ددوی له لوري افغان ترجمانانو او يا هم نورو هغه کار کوونکو چې د بهرنیو ځواکونو سره يې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی هیڅ ډول ګواښ شتون نلري دوی کولی شي پخپل هېواد کې پاتې شي او د خپلو وړتياو څخه د خپل هېواد په ګټه کار واخلي.

مګر افغانان ترجمانان بيا د طا لبانو دا خبرې غولونکې بولي او وايی چې طالبانو په کندهار کې هم ډېرو خلکو ته پارچې ورکړې وې چې نور به دوی ورسره کار نلري مګر وروسته یې همدا کسان له کورونو څخه رابهر کړل او له منځه يې يوړل.

افغانان ترجمانان وېره هم لري چې وروسته له دې چې طالبان په افغانستان کې حاکم شي نو ددوی سره به ترټولو شديد چلند کوي خو د بل لوري د یادونې وړ ده چې ډېری ترجمانان له دې چاره څخه د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي او د يوه ښه اقتصاد او ژوند لپاره هڅه کوي امریکا ته ولاړ شي.

له طالبانو وړاندې ترکيې هم د امريکا د متحده ايالاتو د کډوالو د پاليسۍ په هکله نیوکې کړې وې، تېره ورځ رسنيو د امریکايي چارواکو په حواله داسې خبر خپور کړ چې امريکا افغانانو ته سپارښتنه کوي چې په دريم هېواد لکه ترکيه کې د یوه کال لپاره پاتې شي وروسته به يې‌دوسیې له هماغه ځايه وڅېړل شي.

مګر ترکيي چارواکو په زغرده وويل ترکيه د کډوالو کمپ ندی او‌نه هم د کډوالو د انتظار خونه ده.

twitter volgers kopen

Comments are closed.