The news is by your side.

حقاني: روسیه او ایران د طالبانو موقت، خو پاکستان دایمي ملګری دی

خبریال ویب پاڼه/ په امریکا د پآکستان پخواني سفیر حسین حقاني یو ځل بیا پر پاکستان او طالبانو خوله خلاصه کړې او د دوی د اړیکو په هکله يې نوې څرګندونې کړې دي.

حقاني د پاکستان پخوانی سفیر امریکا کې او اوس د ویلسن څېړنیز مرکز غړی هم دی هغه ویلي چې په ټوله نړۍ  کې طالبان او پاکستان یعنی د پاکستان دایمي ملګري یوازي طالبان دي.

هغه دا هم وویل اوس مهال د سیمې هېوادونه له امریکا سره د سیالۍ په پار او یاهم نورو خطرونو د کمولو د دفعه کولو لپآره غواړي له طالبانو سره لنډ مهاله اړیکه وساتي  او د خپلې اړتیا په پوره کولو سره بیا له طالبانو سره هیڅ راز خواخواږي او ملاتړ نه پالي، ولې  پاکستان د طالبانو هغه خواخوږی او ملاتړی دی چې له دې ډلې سره اړیکې دایمي دي.

هغه پر ایران او روسیې تور پوري کړی چې له طالبانو سره يې اړیکې  غځولې او دا کار يې د ځینو ترهه ګرو ډلو له ویري کړی  دی  او په طالبانو باندې خپله موقع وهي.

حسین حقاني بیا د پاکستان په هکله وویل چې دا هېواد د طالبانو دایمي ملګری دی او د دې ډلې پر مټ هڅه کوي چې په سیمه کې خپلې ګټې خوندي او وپالي، ده همدارنګه د سولې لپاره یوازي یوه لاره هغه دا چې پاکستان دي د طالبانو او ترهه ګرو ډلو له ملاتړه را وګرځول شي او پروړاندې يې باید سخت اقدامات وشي.

حسین حقاني تر دې وړاندې هم دا ډول څرګندونې کړې وې

پاکستانی حقاني: نړیوال دي پاکستان د افغانستان حق کې تر غاړه ونیسي

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د پاکستان له لوري د افغانستان له ناسم سیاست او کړنو څخه پرده پورته کړې او په دې هکله يې توند غبرګون ښودلی.

حقاني ویلي نړیواال دي پاکستان د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو له ملاتړه را وګرځوي هغه له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې نړیوال ولې پر دې سترګې پټوي چې له ډیرو کلونو را په دې خوا د افغانستان د جګړې شاته پاکستان دی ملاتړ يې کوي او په سیمه ییزه کچه د ترهه ګرو او ورانکاره ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي پآکستان تورن کړ چې  د ترهه ګرو ډلو جوړول او ترهه ګري يې واضحه بهرنۍ تګلاره ده او پاکستان د هند د کمزوري کولو لپاره زیاتي ترهه ګرې ډلې جوړې کړې او د طالبانو د ډلې اوس هم ملاتړ کوي.

حقاني زیاته کړه د پاکستاني پوځ ستره برخه تمرکز پر دې  دی چې څنګه ترهه ګرې ډلې و روزی او د هغوی روزنه او پالنه وکړي چې خپلو موخو ته ځان پرې ورسوي.

youtube abonnees kopen

Comments are closed.