The news is by your side.

افغانستان د بریتانوي پوځیانو ژر تر ژره لیږل

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د امریکايي او ټولو بهرنیو سرتیرو وتل په نړیواله کچه یوه لویه تیروتنه بلل کیږي او ډيری هېوادونه په دې اند دي چې امریکا له ویري افغانستان پرېښود خو ځینې هېوادونه بیرته وايي چې افغانستان ته خپل سرتیري استوي.

له امریکا وروسته بریتانیا لوی متحد وو، چې افغانستان کې یې زیات شمېر عسکر درلودل خو په دې وروستیو کې يې خپل ټول عسکر له افغانستانه وایستل او په دې هېواد کې یې خپل شل کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه، بریتانوي عسکرو په افغانستان کې تر ټولو سخت ماموریت هلمند ولایت کې تر سره کړ.

اوس تازه د بریتانیا پخواني دفاع وزیرانو د افغانستان پر وروستیو ناکراریو غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې په هېواد کې وضعیت خورا خراب دی.

جاني میرسر او تو  بیاس ایلووډ دواړو په خپلو تازه مرکو کې ویلي يې دي دا چې  بریتانیا ثابته کړې چې  په نړۍ نظم رامنځ ته کوي نو وسلوالو طالبانو په افغانستان کې خونړي بریدونه پیل  کړي دي او بریتانیا باید خپله ژمنه ثابته کړي.

دوی وویل دا چې هېواد يې په سیمه کې قوي هوایي ځواک لري نو بیا دي د افغان دولت غوښتنه پر ځمکه نه غورځوي او پر وسلوالو طالبانو دي بریدونه ترسره کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیرانو ویلي  چې د افغانستان په دي دا هېواد یو نړیوال کنفرانس را وغواړي او د خپلو ملګرو سره دي په ګډه د افغانستان د کنټرول لپاره  هڅې وکړي.

توبیاس او میرسر زیاته کړې که چیري د افغانستان په هکله پروخت اقدام ونه شي نو لیري نه ده چې په دې هېواد کې به شل کلنې  لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې شي او د نړیوالو شل کلن حضور به هم په دې هېواد کې تر پوښتنې لاندې راشي.

دا چې اوسمهال له افغانستانه د بریتانوي سرتیرو په ګډون د ټولو هېوادونو سرتیري وتلي دي روانه میاشت به د امریکايي سرتیرو د وتلو لړۍ هم  بشپړه شي او په دې سره به پر افغانستان د امریکا شل کلن یرغل پای ته ورسیږي.

د امریکاولسمشر جو بایډن وویل چې د اکسټ میاشتي تر پایه به ټول سرتیري له افغانستانه ووزي  او دا پروسه به بشپړه شي

youtube views kopen

Comments are closed.