The news is by your side.

ملګري ملتونه مجبور شول او د افغانستان په اړه مهم ګام اخلي

خبریال ویب پاڼه/ په وروستیو میاشتو کې خپله د ملګرو ملتونو امنیت شورا او دې ادارې نور ارګانونو په افغانستان کې د یوه بشري او ستر ناورین د رامنځ ته کیدلو خبرداری ورکړ.

د طالبانو له لوري پر زیات شمېر ولایتونو له درنو جګړو را وروسته د ملکي تلفاتو ډیریدل په مرموزه توګه د خلکو  وژل د خلکو زنداني کیدل او داسې نور هغه څه دي چې غبرګونونه يې را پارولې له همدې امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا و غوښتل چې یو اقدام ترسره کړي.

مالومات ښيي چې راتلوونکې جمعه چې  د اګسټ میاشتي له ۶ نېټې سره برابره ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په هکله یوه ناسته کوي.

د دې شورا پړاویز مشر چې له هند څخه دی او د دې هېواد دایمي استازی  هم دی ویلي دوی یوه ناستې ترسره کوي ټي ایس ټېرومورتي پر خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي ملګرو ملتونه امنیت شورا د جمعې په ورځ د هند په مشرۍ د افغانستان پر وضعیت ناسته ترسره کوي.

ویل کیږي چې د افغانستان د بهرینو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له جي ایس شنکر د هند بهرنیو چارو وزیر څخه د دې غونډې د جوړیدلو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان وضعیت او د امنیت شورا دریځ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا له وړاندې د افغانستان پر روان وضعیت باندې خواشیني ښودلې او د لته يې د بشري سرغړونو او نورو ته په شارې سره ویلي چې دا راپورونه يې اوریدلي خواشیني دي.

امینت شورا ویلي د پخواني سیاسي جوړښت یعني اسلامي امارت د بیا راتللو سره چې افغانستان کې  واکمن شي پلوي نه دي  او پر خپل دې دریځ ولاړ دي.

دوي په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ژوره اندېښنه وښوده او له طالبانو يې وغوښټل چې ژر تر ژره دي تاوتریخوالی کم کړي

د افغانستان کندهار هلمند او هرات چې لوی ولایتونه دي دا مهال يې پر مرکزونو درانه بریدونه روان دي چې وسلوال طالبان يې د نیولو هڅه کوي خو تراوسه بریالي شوي نه دي په ورته وخت بیا کې دولت هم د حالت په کابو کولو کې پاتی راغلی او خلک زیات اندېښمن دي

instagram views kopen

Comments are closed.