The news is by your side.

د لارې د خلاصون لپاره طالبانو پاکستان ته شرطونه کېښودل

خبريال وېبپاڼه: طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې ددوی له لوري د سپين بولدک او پاکستان لاره بنده شوې ده.

طالبانو دا منلې ده چې ددوی ځائی مسولينو په کندهار کې دا لاره تړلې ده، دا لاره به سبا رسماً تړلې وي او تر هغه پورې به داسې پاتې شي ترڅو پاکستانی لوری ددوي ځينې غوښتنې ومني.

د طالبانو له لوري دا شرط اېښودل شوي دی چې ترڅو پورې پاکستاني لوري افغانان د پېژندپاڼو او د کډوالۍ د کارت په درلودلو سره نه وي پرېښي نو دوی به هم‌ دروازه بنده وساتي.

د افغانستان د موجود حکومت څخه وړاندې هم ډېری افغانان پاکستان ته په ځانګړي ډول پېښور ته د پېژندپاڼو سره تلل او د هر ډول ويزې او ټاپو مسله نه وه، مګر وروسته بيا پاکستان په زور په تورخم کې دروازه ولګوله او په ټولو افغانانو پښتنو ته یې د ويزې اخيستل جبري کړل.

خو اوس يو ځل بيا طالبانو په کندهار کې لاره تړلې ده او ويلي يې دي چې پاکستان بايد د پخوا په شان افغانان يوازې د پېژندپاڼې په درلودلو سره دغه هېواد ته پرېږدي.

طالبانو د پاکستان لپاره بل شرط دا اېښی دی چې د دروازې د خلاصولو موده بايد‌ زياته شي، تراوسه پورې دقیق مالومات نشته چې د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ موجوده دروازه د څو ساعتونو لپاره پرانیستې وي خو د طالبانو له غوښتنې داسې ښکاري چې دا موده کمه ده او طا لبان یې د پاکستان څخه زياتوال غواړي.

په وروستۍ برخه کې بيا طالبانو پاکستان ته ويلي دي چې د افغان سوداګرو په وړاندې موجودې ستونزې بايد حل کړي او د تجارانو لپاره پروسه ساده او چټکه کړي.

طالبانو ويلي ترڅو چې دا غوښتنې د پاکستان له لوري نه وي منل شوې نو دوی به هم دروازه همداسې تړلې وي.

سپين بولدک هم يو له هغه سيمو ده چې د پاکستان سره لاره لري چې تراوسه د طالبانو په لاس کې ده، افغان حکومت له دې وړاندې ویلي و چې په دې سيمه دوی هوايي او ځمکني عمليات ترسره کول خو د پاکستان له لوري ورته خبرداری ورکړل شو چې د هوايي عملياتو په صورت کې به افغان هوايي ځواک ته خطر جوړ کړي.

instagram likes kopen

Comments are closed.