The news is by your side.

د روسیې ځانګړي استازي نا ويلي بيان کړل

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې په افغانستان کې داسې شواهد نه ليدل کېږي چې طالبان دې د القاعده ډلې سره همکاري ولري.

د روسيې د ولسمشر دغه ځانګړی استازی وايي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې القاعده هېڅ ډول رول نلري، ده همداراز وويل چې د طالبانو او القاعدې د همکارۍ خبرې صرف يو ګمان دی او د حقیقت سره ډېره فاصله لري.

کابلوف وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې صرف د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت دا خبره کوي چې طالبان د القاعده سره اړیکې لري او القاعده شبکه په جګړه کې برخه اخلي، کابلوف زياته کړه چې امريکا او افغان حکومت ځکه دا ډول خبرې کوي ترڅو د خپلې ناکامۍ لپاره يو سبب پيدا کړي.

ده وويل چې امريکا او افغان حکومت ددې لپاره دا خبرې کوي چې القاعده او طالبان دواړه په افغانستان کې جګړه کوي ترڅو ددې لپاره دا يو سب پيدا کړي چې د افغانستان دری لکه کسيز پوځ د ۷۵ زره کسيزې ډلې په وړاندې خپل سنګرونه له لاسه ورکوي.

کابلوف د القاعدې لوی ښودل او ورسره د طالبانو اړيکه د افغان حکومت او ناټو د ناکامیو د پټولو يوه هڅه بولي او په حقيقت کې د افغانستان په روانه جګړه کې د القاعدې لاس لرل صرف يو ګمان بولي.

د روسيې د ولسمشر دغه ځانګړي استازي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې ددوی د څېړنو په بنسټ القاعده اوس یوه کوچنۍ او د پښو لوېدلې ډله ده چې د غړو شمېر يې آن تر ۵۰۰ کسانو هم کم دی.

نوموړي وويل چې القاعده په اوس وخت کې کاملاً غيرې فعاله ده او د افغانستان په روانو جګړو کې هېڅ ډول ونډه نلري، له دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم هم ويلي و چې په افغانستان کې اوس د القاعدې ډله شتون نلري.

instagram volgers kopen

Comments are closed.

koi finance