د امریکا له لوري د عبدالله سره د مهم توافق خبر
خبريال وېبپاڼه: د امريکا د بهرنیو چارو د وزرات له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن او د افغانستان د روغ جوړې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ په یو لړ مهمو مسايلو باندې توافق شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن او د ډاکټر عبدالله ترمنځ د خبرو په لړ کې په دې باندې توافق شوی دی چې د سولې په خبرو کې به چټکتيا رامنځته کېږي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې وړاندې ليکلي دي چې دواړو لوریو په دې باندې ټينګار وکړ چې د سولې د خبرو چټکتيا ته شديده اړتيا ليدل کېږي او باید دواړه لوري ددې خبرو د چټکتيا لپاره هڅې وکړي.
د خبرپاڼې په دوهمه برخه کې بيا راغلي دي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن او د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د طالبانو له لوري روان شدت وغندل شو او سخت مخالف ورسره څرګند شو.
په داسې حال کې چې د امریکا متن ايالات په بار بار د خبرو په چټکتیا باندې ټينګار کوي او د دواړو لوريو څخه غواړي چې د سولې خبرو ته چټکتیا ورکوي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان د سولې خبرو ته جدي نیت نلري هسې وخت ضائع کوي او د نظامي لارې غواړي په افغانستان کې واک په لاس کې واخلي.
خو وسله وال طالبان بيا وايی چې دوی د افغان حکومت له لوري په خبرو کې صداقت ونه ليد او صرف د افغان لوري له لارې یې د جګړې د شدت خبرې واورېدې او اوس یې پرېکړه کړې ده چې د ښارونو په مرکزونو به هم بريدونه کوي.
Comments are closed.