The news is by your side.

سپين بولدک کې د طالبانو واک؛ د افغان مېرمنو بې عزتي شوې

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې سپين بولدک د يوې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې ده، د ناورين خبرونه ورڅخه په زياتېدو دي.

تازه له دې سیمې راپورونه را رسیدلي دي چې د پاکستان سره په دروازه کې طالبانو په تګ راتګ باندې طالبان د واک او ادارې څخه عاجز دي او په سيمه کې ګډوډي رامنځته شوې ده چې په پايله کې يې د سخت بیروبار له کبله افغان پتمنو مېرمنو سره ډېر ناوړه چلند شوی دی.

د سیمې څخه راپورونه وايي چې د زيات بیروبار له کبله پاکستاني پوليسو هم مداخله کړې ده او ددې پوليسو له لوري د افغان مېرمنو سره ناوړه چلند شوی دی، په بیروبار کې افغان مېرمنې د نارينه و دومره نیږدې شوې دي چې نورې تر پښو لاندې شوې دي، نر او ښځه ندي سره مالوم او د بد نیتو پاکستاني پوليسو له لوري د ناوړه استفادې له کبله د ښځو سره ډېر بد چلند شوی دی.

د بل لوري ځینې ښځې ان بېخی ورکې دي او درک یې نه لګېږي چې څه شوې دي، چا تښتولې دي، پاکستانيو پوليسو کوم ناوړه پلان نيولی دی؟ څه شوې دي.

د سیمې څخه په راپورونو کې راځي چې پاکستانیو پوليسو د افغانانو د عزت د نوره بدنامولو نيت کړی دی او د حالاتو څخه په استفادې د افغانانو بې عزتي کول غواړي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغان سفير لور تښتول شوې وه، د تښتول کېدو سره هلته ګواښ شوې، سخته شکنجه یې ليدلې وه.

د پاکستان ګوستاخ او سپين سترګی حکومت بيا ددې پېښې څخه په داسی حال کې انکار وکړ چې د افغان سفير لور په بدن د شکنجې نښې نښانې موجودې دي.

د بل لوري په سپين بولدک کې د ملکي خلکو په ډليزو وژنو باندې‌د طالبانو د تورنېدو وروسته اوس په دوی باندې دا تور هم پورې شو چې ددوی د ضعيف مدیریت او‌نه وړتیا له کبله په دې سیمه کې افغانان د بې‌ عزتۍ او سپکاوي سره مخ کېږي.

facebook likes kaufen

Comments are closed.