The news is by your side.

روسیې د طالبانو د تدریجي کمزوري خطرناکه خبرداری ورکړ

خبریال ویب په افغانستان کې دا مهال شمال او جنوب کې د طالبانو له لوري یو مهم ښارونه او د ولایتونو مرکزونه تر لوی امنیتي تهدیدونو لاندې دي په دې ښارونو کې دوه اونۍ او حتی درې اونۍ کیږي چې جګړې روانې دي.

اوس تازه په دې هکله روسیې  هم غبرګون ښودلی او په دې هکله چې طالبان پر  کوم حالت  دي بیان کړی او له ډیرو حقیقوتونو يې پرده پورته کړې.

د روسیې  د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان کمزوري شوي او دوی په تدریجي ډول سره کمروزي کیدلو په حال کې او دوی نه شي کولای شي پرختګ وکړي.

روسیې ویلي چې طالبان په تدریجي ډول سره کمزوري کیږي او دغه ډله د لویوښارونو د نیولو لپاره کره او لویي منابع نه لري په دې اړه انټر فاکس خبرې اژانس د روسیې د بهرینو چارو وزارت له یوه مطبوعاتي مرستیال الکساندر ویکنتوب سره خبرې کړې او هغه داسې ویلي چط  طالبان د لوبو ښارونو له دې جملې څخه د کابل او نورو ښارونو د نیولو او ساتلو کومې منابع نلري، او د هغوی بریدونو ته یې په اشارې سره ویلي چې هغوی په تدریجي ډول سره د کمزوري کیدلو په حال کې دی.

د نوموړي په خبره ویلي چې روسیه په افغانستان د سولې پروسې د غښتلي او سولې راتللو په لټه کې دي

د روسیې ځانګړي استازي نا ويلي بيان کړل

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې په افغانستان کې داسې شواهد نه ليدل کېږي چې طالبان دې د القاعده ډلې سره همکاري ولري.

د روسيې د ولسمشر دغه ځانګړی استازی وايي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې القاعده هېڅ ډول رول نلري، ده همداراز وويل چې د طالبانو او القاعدې د همکارۍ خبرې صرف يو ګمان دی او د حقیقت سره ډېره فاصله لري.

کابلوف وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې صرف د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت دا خبره کوي چې طالبان د القاعده سره اړیکې لري او القاعده شبکه په جګړه کې برخه اخلي، کابلوف زياته کړه چې امريکا او افغان حکومت ځکه دا ډول خبرې کوي ترڅو د خپلې ناکامۍ لپاره يو سبب پيدا کړي.

ده وويل چې امريکا او افغان حکومت ددې لپاره دا خبرې کوي چې القاعده او طالبان دواړه په افغانستان کې جګړه کوي ترڅو ددې لپاره دا يو سب پيدا کړي چې د افغانستان دری لکه کسيز پوځ د ۷۵ زره کسيزې ډلې په وړاندې خپل سنګرونه له لاسه ورکوي.

کابلوف د القاعدې لوی ښودل او ورسره د طالبانو اړيکه د افغان حکومت او ناټو د ناکامیو د پټولو يوه هڅه بولي او په حقيقت کې د افغانستان په روانه جګړه کې د القاعدې لاس لرل صرف يو ګمان بولي.

twitter retweet kaufen

Comments are closed.

koi finance