The news is by your side.

د خليلزاد خبرو ته د طالبانو فوري غبرګون

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې تېره ورځ د افغانستان د سولې د چارو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پخپلو خبرو کې وويل چې طالبانو جګړه ځکه زياته کړې ده چې په واک ترټولو زياته ونډه ترلاسه کړي نن ددغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د خليلزاد دا خبرې رد کړې.

مجاهد په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی د زيات قدرت غوښتونکي نه دي خو په افغانستان کې داسې يو نوی حکومت غواړي چې کاملاً اسلامي وي او ټول خلک ټول اقشار پکې خپله برخه ولري.

که څه هم د طالبانو وياند بار بار د نوي اسلامي حکومت خبره کوي خو په دې هکله باندې د حکومت، سياسیونو او خلکو پوښتنې ته ځواب نه ورکوي.

تر دې وړاندې ډېری سياسیونو، ګوندونو او عامو خلکو له طالبانو څخه وغوښتل چې د خپل اسلامي نظام يوه نمونه، يا طرحه وړاندې کړي چې خلک يې وګوري خو طالبان دا خبره سپینه نکوي او څه یې چې په زړه کې دي هغه نه وايي.

د چارو څارونکي وايي چې طالبان د خلکو ارادې ته درناوی نلري او د دین څخه د خپل برادشت په بنسټ ځان ته دا حق مشروع بولي چې په خلکو باندې خپله خوښه په زور ومنی.

دوی وايي له همدې کبله طالبان خپله طرحه نه شريکوي، ځکه پوهېږي چې خلک به ورڅخه راضي نه وي او خلک به دا طرحه ونه مني له همدې کبله دوی هڅه کوي چې لومړی په ټول افغانستان کې نظامي بريا ترلاسه کوي بیا یې نو چې کوم حکومت په زړه کې و چې اوس یې پټ کړی او چاته یې نشي ويلای بیا یې همغسې په خلکو په زور ومني.

د خپلې طرحې نه وړاندې کولو طالبان د خلکو په نظر کې لا مشکوک کړي دي چې خدای خبر دوی په زړه کې بيا همغه ډول د زور او جبر حکومت لري چې په نويمو کلونو کې یې درلود.

twitter likes kaufen

Comments are closed.