The news is by your side.

له المانیانو سره د طالبانو پټه معامله او مذاکرات

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې طالبانو له یو شمېر هېوادونو سره په پته معاملې پیل کړې او پټې لیدنې ترسره کوي دوی څه کول غواړي او په دې سره یې څه ته تمه ده.

راپورونه وايي چې د المان فدرالي حکومت تیره اونۍ په قطر ګې له طالب استازو سره پټ مذارکرات خبرې او معاملې ترسره کړې چې طالبانو یو لړ ژمنې هم ورسره کړې دي.

د طالبانو له لوري د جرمن له چارواکو سره د د ې پټو مذارکراتو په پایله کې ویل شوي چې وسلوال طالبان به د المان پوځ د پخوانیو محلي کارکوونکو حفاطت او ژمنتیا رامنځ ته کوي او کار به پرې نلري.

یوه الماني ټلویزیون راپور ورکړی چې د دولت چارواکو يې تیره اونسي په دوحه کې له طالب استازو سره پټې خبرې او مذاکرات کړي دي طالبانو ډاډ ورکړی چې دویو د المان پوځ د پخوانیو محلي کارکوونکو ساتنه کوي.

د طالبانو د قطر دفتر د اروپايي څانګې مسؤل عبدالحق  وثق له جرمنیانو سره دا معامله کړې خو جرمنیان بیا پر طالبانو زیات باور نلري چې دوی دي خپلې ژمنې ترسره کړي.

المان له ۲۰۰۱ زیږدیز کال را په دې خوا له امریکا سره یوځای افغانستان ته راغلی وو، چې سږکال يې خپل پوځي حضور په دې هېواد کې  پای ته ورساوه او خپل سرتیري يې له افغانستانه وایستل.

دا چې همدا جرمنیان پخوا د طالبانو دښمنان خو اوس ورسره پټې معاملې پيل دي په دې معما باندې به یوازي محدود کسان خبر وي خو اوس ولس په دې باندې پوی شوی  چې طالب يې کوي روا خو چې ولس یې او کوم بل څوک يې وکړي حرام دي.

تراوسه پوري طالبانو د خپلې پټې لیدنې او معاملې په هکله هیڅ هم نه دی ويلي اونه هم افغان حکومت په دې هکله  خپل رسمي دریځ څرګند کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر حیثیت

تر دې وړاندې طالبان په نړیواله توګه یوه ترهه ګره ډله ول خو اوس د ټولو کړنو باوجود ورته مشروعیت ورکول شوی دې دفتر تر یوې کچې طالبان له ترهه ګرۍ منزوي کړل او اوس کرار پر نړیوالو  نورمونو کولای شي ځان سم کړي خو زیان يې افغانستان ته دادی چې د سیمې استخبارات پر کراره ورځي او هلته له ورسره پټې معاملې کوي

twitter follower kaufen

Comments are closed.