The news is by your side.

“افغانستان دې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې وژغورل شي “

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو د کورنیو بنسټونو ترڅنګ د ګڼو نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو اندېښنې هم را پارولې دي او ژر تر ژره په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې د تامین غوښتونکي دي.
اوس تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی او روان حالت یې د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
تېره ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې.
د یونما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د طالبانو روانې جګړې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
هغې وویل چې دا وضعیت نور هیچا ته د منلو وړ نه دی او طالب اورپکي باید ژر تر ژره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي، څو نور افغان وژنه ودرېږي.
د نوموړې په خبره تېره میاشت زر کسه ملکي وګړي پر ښارونو د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي چې د تېر په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې طالبانو ته دې د سولې خبرو کې د پرمختګ په موخه یوه میاشت نور هم وخت ورکړي او تر هغه وروسته دې ددغه ډلې پر مشرانو د سفرونو او تګ راتګ بندیزونه وضع کړي.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
طالبان د روان کشمکش په نظامي حل ټینګار کوي او د سولې خبرو ته چندان علاقه نه ښيي، خو حکومت بیا د خبرو له لارې د ستونزې حل غواړي.

youtube abonnenten kaufen

Comments are closed.