The news is by your side.

د امريکا د بمباریو په وړاندې د طالبانو د نوي اقدام اعلان

خبريال وېبپاڼه: د رويټرز خبري اژانس د طالبانو له قوله ويلي دي چې دوی د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو باندې بریدونه پيل کړي دي چې امريکايي ځواکونو هم په دوی باندې هوايي بريدونه ترسره کوي.

طالب نظامي قومندانانو د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې امريکا تېره مياشت په دوی باندې هوايي بريدونه پيل کړل چې په متقابل کې یې دوی د عواقبو په هکله امریکا ته اخطار ورکړی و.

همدا اوس په هلمند، کندهار، هرات، شبرغان او تخار ولايتونو باندې د طالبانو بریدونه روان دي او طالبان هڅه کوي چې ددې ولايتونو مرکزونه پخپل کنټرول کې راولي، تېره ورځ دوی بريالي شول چې د نيمروز ولايت مرکز ونيسي او دغه ولايت لومړنی ولایت شي چې د دوحې د تړون وروسته ددې ډلې نه کنترول کې ورځي.

يوه امريکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي د رويټرز خبري اژانس ته وويل چې طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د امريکا په ملاتړ باندې غوسه دي او له همدې کبله يې په ښارونو بریدونه پيل کړي، دغه چارواکي ويلي چې طالبان به اوس يوازې د بندرونو په نيولو باندې بسنه ونکړي.

تېره اونۍ د امريکا د پوځ لوړو پوړيو چارواکو وويل چې د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ باندې به د امريکا بریدونه زياتوالی ومومي، طالبانو دغه کار د دوحې د تړون خلاف بللی و او امريکا ته یې د عواقبو په هکله ګوتڅنډنه کړې وه.

د چارو شننونکي وايي چې د امريکا له لوري د دوحې د تړون ماتول په ځای خبره نده، تړون لومړی د طالبانو له لوري مات شوی دی نو که طالبان تړون ماتوي بيا یې نور اړخونه هم منلو ته مجبور نه دي.

د شنونکو په خبره چې طالبانو په هغه ورځ تړون مات کړ چې د ولسواليو او ولايتونو په مرکزونو یې بريدونه پيل کړل او يا یې د ښارونو مرکزونه کلابند کړل او د بريد پلان یې نيوه چې ورسره امريکا هم هوايي بريدونه پيل کړل.

نو په دې اساس لومړی طالبانو خپله هغه ژمنه ماته کړه چې ددوحې د تړون په وخت کې یې کړې وه چې په ښارونو باندې به بریدونه نکوي، وروسته د امريکا متحده ايالاتو په دوی باندې بمباري پيل کړه.

د يادونې وړ ده چې ډېری وخت امريکايي چارواکي په مستقيم او غیرې مستقیم ډول دا خبره کوي چې نشي کولای طالبان پرېږدي په افغانستان کې هرڅه له منځه يوسي بلکې د اړتيا په وخت کې به ورباندې بریدونه ترسره کوي.

youtube views kaufen

Comments are closed.