The news is by your side.

سعودي د سټمبر ۱۱ مې پیښه کې لاس درلود افشا شو

خبریال ویب پاڼه/ په ۲۰۰۱ زیردیز کال د القاعدې له لوري د نیوریاک ښار پر لویو تجارتې مرکزونو چې هسکې ودانۍ وې د الوتکو په جنګولو سره بریدونه ترسره شول چې سلګونه امریکایان پکښي ووژل شول.

او له هغه وروسته د هغه مهال ولسمشر جورج بوش دا تور پر القاعده پوري کړ، او د القاعدې مشر اسامه بن لادن افغانستان کې وو، چې امریکا له طالبانو وغوښتل ترڅو ورته بن لادن وسپاري خو طالبانو داسې ونکړل او امریکا په مقابل کې پر افغانستان یرغل وکړ اوس چې له دې برید څخه شل کلونه وزي امریکایان له بایډن څخه غواړي ترڅو د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونو په هکله د سعودي عربستان رول افشا کړي.

د سپټمبر د یولسمې د قربانیانو کورنیو دا اقدام کړی هغوی د بایډن له ادارې غوښتي ترڅو هغه مالومات چې د سعودي د رول په هکله د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې پر مهال رامنځ ته شوي باید له دوی سره شریک شي.

دوی په خپل اقدام بایډن ته یو لیک استولی په دې لیک کې د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې د کورنیو ۱۸ کسانو خپل لاسلیکونه هم کړي او بیا وروسته يې بایډن ته استولی.

یاد بریدونه چې د ۱۵ عربو وګړو له لوري چې د القاعده شبکې غړیتوب يې درلود ترسره شو چې په پایله کې يې ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول.

له دې بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته راغله او په یوه لویه جګړه کې ښکېله شوه امریکا وتوانیده چې د خپل برید څخه څو کلونه وروسته د القاعدې مشر  له منځه یوسي، خو په دې  و نه توانیده چې پیل کړې جګړه وګټي.

امریکا به له شلو کلونو وروسته د روانې میاشتي تر پایه خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي خو دا چې دوی خپلې ناکامۍ ته کوم نوم ورکوي مالومه نه ده امریکا افغانستان  په خونړیو جګړو کې ایسار پرېښود او خپله يې پښې ترې سپکې کړې خو داسې مالومیږي چې امریکا په افغانستان کې خپله  ماتې ومنله خو اوس بیرته داسې ګنګوسې شته چې د امریکا پر ضد به القاعده یو ځل بیا منسجمه کیږي او پر دې هېواد باندې به د سپټمبر د ۱۱ مې په پرتله خونړي بریدونه کوي

instagram views kaufen

Comments are closed.