The news is by your side.

طالبانو ته د امریکا وروستی خبرداری

خبریال ویب پآڼه/ طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان پر لویو ښارونو باندې بریدونه زیات کړي او هلته یې ډیري خرابۍ رامنځ ته کړي دي دا اوس مهال د کندهار، هلمند، جوزجان، هرات، نیمرو او فراه ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه روان دي چې خلکو ته يې زیان اړولی او خرابۍ رامنځ ته شوې دي  په همدې خاطر امریکا طالبانو ته وروستی خبرداری ورکړی.

په ملګرو ملتونو کې  د امریکا یوه مهم او لوړ پوړي ډيپلماټ طالبان مخاطب کړي چې په افغانستان کې بریدونه ودروي  او سمدلاسه له جګړو لاس واخلي.

جیفري ډیلارنټس په خپلو خبرو کې پر طالبانو باندې ږع کړی چې بردونه ود دروي سیاسي هوکړه ومني له وارنیو او وژلو لاس واخلي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام دا چې طالبان سوله ییز حل ته را وبلل دا هم وویل چې نړیوال د زور له لارې د افغانستان نیول نه مني ده دا ونه ویل که طالبان داسې کار وکړي نو نړیوال به څه وکړي؟

له افغانستانه د ناټو چوکاټ کې ټول بهرني سرتیري وتلي او وروستی هېواد به امریکا وي چې د روانې میاشتي تر وروستۍ نېټې  به د خپلو سرتیرو وتل بشپړ کړي او په دې سره به افغانستان کې د بهرنیو حضور پای ته ورسیږي خو د ناټو چوکاټ کې ترکیه لا هغه هېواد دی چې له سپټمبر میاشتي وروسته به ځکه د لته یو شمېر پوځیان  ولري چې دا هېواد د کابل هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه اخلي او له همدې کبله ښايي چې سرتیري يې دلته پآتي شي خو د ترکیې هېواد د سرتیرو له شتون سره هم وسلوالو طالبانو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دوی به د سپټمبر میاشتي وروسته هیڅ بهرني هېواد ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې سرتیري پریږدي.

اندېښنې

اوس تازه اندېښنې دادي چې  طالبان د جګړو په ډګر کې د پرمختګ په حال کې دي او داسې ښکاري چې هغوی  د ولایتونو د مرکزونو د نیولو په هڅه کې دي راپورونه وايي چې طالبانو د نیمروز زرنج ښار نیولی خو په رسمي ډول حکومتي بنسټونو په دې هکله هیڅ هم نه دي ویلي خو یوازي  يې په زرنج ښار کې د هوايي بریدونو راپورونه ورکړي دي

instagram auto likes kaufen

Comments are closed.

koi finance