The news is by your side.

قريشي يو ځل بيا پاکستان په نړيواله کچه د خندا وړ کړ

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي يو ځل بیا نړيوال په خپلو څرګندونو خندولي او د پاکستان نوم یې بيا د خاورو سره خاورې کړی دی.

شا محمود قريشي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې وويل چې امريکا پاکستان ته هغومره اهميت نه ورکوي څومره یې چې پاکستان وړ دی، قریشي په داسې حال کې د امریکا له لوري د ارزښت نه ليدلو څخه کړېږي چې تېره ورځ ددې هېواد يوه بل لوړ پوړي چارواکي هم د عمران د حوصلې د پای ته رسېدو ويلي و.

د پاکستان د ملي امنیت يوه پوړي چارواکي تېره اونۍ د امريکا د سفر وروسته وويل چې د پاکستان صدراعظم عمران خان اوس هم د جوبایډن د تلیفون په تمه دی او که امريکایی ولسمشر ورته تلیفون نکوي نو صدراعظم عمران خان نورې لارې چارې او بديلونه هم لري.

د ټولنيزو رسنيو کارونکو د پاکستان د ملي امنیت د لوړ پوړي چارواکي دا خبرې داسې په مسخره تفسير کړې ګواکي پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو په لاس تاوتريخوالی زيات کړي چې جوبایډن ورته د تلیفون زحمت ومني.

د پاکستان صدراعظم محمود قريشي هم د اګسټ په پینځمه ورځ پخپلو خبرو کې وويل چې پاکستان د طالبانو د ډېر پرمختګ مخه ونيوله خو اوس هم د امريکا ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته ددې مسلې په هکله تلیفون نه دی کړی.

قريشي له دې څرګندونو وروسته وويل چې دوی خو اندېښمن ندي چې د امريکا ولسمشر ولې عمران خان ته زنګ نه وهي، وروسته ېې دوام ورکړ چې زموږ سره د اړيکو نه پالل به د امریکا لپاره هم ناسم تأثير لري.

قريشي وړاندې وويل څه چې امریکا په افغانستان کې غواړي، موږ هم همغه غواړو، امریکا هلته د سولې د خبرو بريالي کېدل غواړي همدا موژ هم غواړو.

قريشي په داسې حال کې د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب د غوښتلو خبره کوي چې په دې هېواد کې همدا اوس هم حکومت موجود طالبان په زور افغانستان ته لېږي او هڅوي یې چې په افغانستان کې د جګړې اور زيات کړي.

دا لومړی ځل دی چې په نړیواله ډيپلوماسۍ او سياست کې د يو هېواد د بهرنیو چارو وزیر بل هېواد ته وايي چې ولې ددوی په ارزښت نه پوهیږي بايد دوی ته زيات ارزښت ورکول شي، دوی ارزښت لري.

instagram likes kaufen

Comments are closed.