The news is by your side.

د بي ۵۲ د ناکامې نسخې تکرار

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د افغانستان رسنيو د امريکايي رسنيو په حواله راپور ورکړ چې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن خپلو نظامي چارواکو ته ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د بي دوه پنځوس الوتکو له لوري بمباري پيل کړي.

دغه خبر د افغانستان د حکومت د ځینو چارواکو او ددوی خواخوږيو له لوري د ښه هر کلي سره مخ شو، ځينو افغانانو بیا دا نسبتاً معقول اقدام وباله د امريکا له لوري، ځکه تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې د افغانستان د حکومت له کنټرول څخه دوه ولايتونه ووتل.

د امریکا له لوري دغه پرېکړه به د جګړې په مسیر کې نسبي نرمښت او بدلون راولي خو د جګړې سرنوشت به بدلول ګران کار وي.

په افغانستان کې د بي دوه پنځوس الوتکو بمباري نوې خبره نده، امریکا په خپل ټول هجوم باندې په افغانستان کې له يادو الوتکو کار اخیستی دی چې پايله یې بېرته د طالبانو سره خبرې شوې دي، باید روښانه یې کړم امریکا بېرته د همغه طالبانو سره خبرو ته کېناسته چې د هغوی لپاره یې بدون له مرګ او زندان بل انتخاب نه و پریښی.

امريکا په ريښتيا څه غواړي؟

زه نه غواړم پخپله دغه ليکنه باندې داسې يو څه وړاندې کړم چې ګواکي د طالبانو د شديدې جګړې په وړاندې بايد دا پرېکړه وستايل شي ځکه د حکومت څخه هسې هم په شړېدو ده نو دوی ته بیا ښه راغلاست وويل شي که نه ولایتونه به په يو بل په سقوط شي.

په لنډ مهال کې دا فکر کېدی شي په ځای وي، خو که ډېر نه شل کاله شاته ولاړ شو او په افغانستان کې په ځانګړي ډول د افغان حکومت په برخه کې د امريکا پاليسي تعقيب کړو نو پوه به شو چې دا الوتکې به صرف افغانستان ته نور غم راوړي.

امريکا په حقیقت کې نه د طالبانو کامله بریا غواړي نه د افغان حکومت، له همدې کبله نه طالبان پوره ماتې ته پرېږدي نه حکومت، که دا خبره لږ نوره هم واضح کړو نو بايد ووايو چې امریکا افغان حکومت ته هومره وسايل او تجهيزات نه ورکوي، د افغانستان بېلابېل بنسټونه دومره نه ملاتړ کوي ددوی ظرفيت دومره نه لوړوي چې د طالبانو سره سمه مقابله وکړي او بلاخره طالبان يا د زور له لارې خبرو ته حاضر کړي چې په دې باندې قانع شي چې په جګړه یې هېڅکله نشی ګټلای او نه هم طالبان دې ته پرېږدي چې افغان حکومت له بشپړې ماتې سره مخ کړي.

د بي دوه پنځوس د ناکامې او فتنې ډکې نسخې په ځای به ښه وي چې طالبان دا درک کړي چې امريکا افغان حکومت ماتې ته نه پرېږدي بلکې غواړي د ډېر وخت لپاره یې د طالبانو په وړاندې د جګړې لپاره ژوندی وساتي او افغان حکومت هم بايد دا خبره درک کړي چې امريکا دوی ته دا امکانات نه ورکوي چې طالبان یا په زور سمو خبرو ته کېنوي او يا یې له منځه یوسي.

طالبان او افغان حکومت بايد دا فتنه درک کړي او په خبرو کې جديت رامنځته کړي، په اساسي مسايلو خبرې پيل کړي او په افغانستان کې داسې جوړجاړی وکړي چې افغانان ددې اوږدې جګړې سره خدای پاماني وکړي.

لیکوال: سيد محمد ابراهيمي

instagram follower kaufen

Comments are closed.