The news is by your side.

د هند په مشرۍ د افغانستان په هکله غونډې پاکستان وارخطا کړی

خبریال ویب پاڼه/ ښکاره پیغام دی چې پآکستان د ترهه ګرو او وسلوالو طالبانو ملاتړی او د سولې په کومه غونډه کې د دوی ګډون هیڅ ګټه نه کوي اوس هغوی ډیر سخت وارخطا دي.

پاکستان ویلي چې دوی سپین چرګان دي او د ترهه ګرو سره لاس نلري افغانستان ته ښه نیت لري او په دې هېواد کې د سولې ملاتړ کوي خو د دوی دا خبرې او فریاد هیڅوک نه مني.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند په مشرۍ د افغانستان په هکله غونډه جوړه شوه چې پاکستان ورته نه وو، غوښتل شوی له همدې امله اوس پاکستان اعتراض کړی او ویلي يې دي چې دوی ته هم باید ونډه ورکړل شوې وای.

په ملګرو ملتونو کې د پآکستان استازي دا ګیله وکړه هغه وویل چې هند د افغانستان به اړه د امنیت شورا په جوړ شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې، ځکه نو دوی اوس شکایت لري.

د نوموړي  له خولې داسې ویل شوي چې د امنیت شورا په دې غونډه کې پر پاکستان د ترهه ګرو د روزونکي هېواد تورونه لګول شوي چې دوی دا تورنه نه مني او بې ځایه دي.

د امنیت شورا غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه هند يې مشري کوله پر پآکستان هېواد باندې د ترهه ګرو ډلو د ملاتړ او په همدې هېواد کې د ترهه ګرو د مرکزونو د شتون خبره وشوه، د افغانستان استازي دې غونډې ته وویل چې نړیوال باید په پآکستان کې د ترهه ګرو پټن ځایونه په نښه کړي او دا هېواد مجبوره کړي چې  د افغان لپآره رښتنې هیڅې وکړي

خو پاکستان بیا  ویلي چې دوی هیڅ کله د ترهه ګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې  هم کوي چې دا یوه د خندا وړ خبره ده او هیڅوک هم اوس پرې باور نلري.

پاکستان څه کول غواړي؟

پاکستان تر هرڅه دې ته وارخطا دی چې هند ولې په امنیت شورا کې دومره لویي څوکۍ ته ورسیږي او بیا د افغانستان بحث او ګټه خو د دوی ده نو بیا ولې هند د افغانستان په هکله موقف خپل کړي او په دې هکله وږغیږي؟

https://softsht.com/

Comments are closed.