The news is by your side.

د افغانستان په هکله د برتانيا مهمه پرېکړه

خبريال وېبپاڼه: د برتانیا لوی درستیز نيک کارتر وايي چې په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ ته په کتو سره باید د افغانستان د ملي پوځ سره مرستې جاري وي.

په داسې حال کې چې په نیږدې دوه ورځو کې طالبانو د افغان حکومت څخه پينځه ولايتونه ونيول د برتانيا حکومت د افغانستان د پوځ څخه د ملاتړ په دوام ټینګار کوي.

د برتانیا څخه وړاندې تېره کله چې د شبرغان ولايت هم سقوط وکړ د امريکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې ددې هېواد بي دوه پنځوس الوتکې به په طالبانو بیا بمباري پيل کړي.

طالبانو د جوبایډن اعلان ته تراوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو په هلمند کې د امريکايي الوتکو بمبار ته په غبرګون کې يې ويلي دي چې غچ به ضرور اخلي.

د انګلستان ټول پوځيان تقريباً د جولای په مياشت کې له افغانستان څخه وتلي دي او يوازې يوه کوچنۍ ډله يې پاتې ده کومه چې ددې هېواد سفارت ساتي.

د انګلستان پوځیان په ۲۰۰۱ م کال کې د امريکا سره يو ځای افغانستان ته راغلل او تر ډېره یې پوځیان په هلمند کې مېشت و، هغه هلمند چې اوس یې د څو کوچنيو سيمو پرتو په ټولو سیمو باندې طالبان واکمن دي.

د برتانیا پوځ هلمند له طالبانو په لومړيو کې پاک کړ خو په ۲۰۱۱ م کال کې طالبانو بيا په هلمند کې تحرکات پيل کړل او په پايله کې نن د هلمند د ولايت ۰۹ سلنه برخه اوس د طالبانو په لاس کې ده.

د انګلستان پوځ په افغانستان کې يو له هغه پوځونو څخه و چې په عملیاتو کې یې په دقیق ډول برخه اخيسته او په افغانستان کې یې د رسمی شمېرو له مخې ۴۵۵ عسکرو ژوند له لاسه ورکړ.

په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د جرمني او برتانيا پوځونه ډېر په خوشحالۍ او رضا له افغانستان څخه ونه وتل، بلکې د امريکا له لوري د شوې پرېکړې په بنسټ مجبور سول له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان روان وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې ډېری د ناټو لوی هېوادونه به د افغان حکومت د سقوط د مخنيوي لپاره کم تر کمه د طالبانو په وړاندې د افغانستان د پوځ هوايي ملاتړ وکړي.

buy visio professional 2019

Comments are closed.