The news is by your side.

طالبانو سوداګرو ته مهم خبرداری ورکړ

خبريال وېبپاڼه: وسله طالبانو په يوه بيان کې ويلي دي چې هغه سيمې چې‌ دوی نيسي نو حکومت یې بمباروي چې ډېر وخت مارکېټونه او نور ځايونه هم په نښه کوي نو دوی ټولو د سوداګرو څخه غوښتي دي چې کله دوی سيمې نيولې‌ نو خپل مالونه دې خوندي ځای ته انتقال کړي.

تراوسه پورې طالبانو د افغانستان پينځه ولايتونه نيولي دي، لښکرګاه بيا هغه ښاري مرکز دی چې ډېره برخه یې طالبانو نیولې ده مګر‌ تراوسه پورې افغان پوځ مقاومت کوي او داسې نه ښکاري چې پوځ دې د شاته کېدو نیت ولري.

افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تراوسه ترټولو زياته بمباري په لښکرګاه کړې ده چې پکې ګڼ شمېر ملکي خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، د ملکي خلکو د ژوند ترڅنګ‌په هوايي بمباريو کې روغتونونه، ښوونځي او مارکېټونه هم په نښه شوي دي، ويل کېږی په دې بمباریو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چا خلک نيوکه کوي چې د ملکي خلکو او عامه شتمنیو د ساتنې په هکله لازم پام نه کېږي.

د هلمند وروسته ‌بيا ترټولو زیاته بمباري په کندوز ولايت کې شوې ده،‌ په دې ولايت کې هم د بمباریو په ترڅ کې عام خلک له منځه تللي مارکېټونه او‌ دوکانونه سوځېدلي دي.

په داسې حال کې چې طالبان سوداګرو ته وايی خپل اموال خوندي ځای ته انتقال کړي مګر په ښارونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، د کندوز وروسته یې په تخار حمله وکړه او ددې ولايت مرکز يې سقوط کړ.

د چارو شننونکي وايي چې حکومت په بې غوری بمباري کوي او که چېرې یې څوک خپلې دې بې غوری ته متوجه کوي او نيوکه ورباندې کوي نو حکومتي وياندويان هغوی په منفي تبلیغاتو او د پوځ د روحيې په ضعیف کولو تورنوي.

او که چېرې طالبانو ته ويل کېږي چې تاسې په ښارونو بریدونه مکوئ نو هغوی بيا وايی چې دوی ښارونه بدون له زیاتې جګړې نيسي او د جګړې د تاوان پړه په حکومت اچوي حال دا چې که دوی په ښار حمله ونکړي دا ډول پېښې به نه وي.

د چارو شننونکي وايي که د خبرو چانس ورځ تر بلې کمېږي جګړه خونړۍ کېږي او د‌ جګړې په پای کې به خلک هم د حکومت هم د طالبانو څخه متنفر وي، دواړه لوري باید حالات له دې څخه نور بدتر‌ نکړي.

buy office 2019 home and business

Comments are closed.

koi finance