سعودي پاکستانيان عمرې ته نه پريږدي
خبريال ويب پاڼه/ که څه هم پاکستان په دې نازيدی چې له سعودي عربستان ښې اړيکې لري خو دا هېواد يې وګري عمرې ته نه پريږدي.
که څه هم تيره ورځ سعودي اعلان وکړ چې نړۍ مسلمانان کولای شي چې د عمري تر سره کولو لپاره ياد هېواد ته ورشي خو پاکستانيان بیا نه شي کولی.
سعودي د پاکستان په ګډون د ۳۳ نورو هېوادونو وګړو ته هم اجازه نه ده ورکړې.
په منعه شويو هېوادونو کې پاکستان، ترکيه امريکا او يو شمېر نور هېوادونه شامل دي.
له پاکستانيانو ويره ده چې هسې نه سعودي ته کرونا يو نه سي ځکه ورباندې بنديز لګولی شوی.
اوس نړۍ د کرونا له څلورمې څپې سره مخ ده او سعودي ځکه پاکستانيانو ته اجازه نه ورکوي چې په دې هېواد کې کرونا اوج ته رسېدلې او هیڅوک هم خوندي نه دي.
پاکستان په نړيواله کچه
يوازنی هېواد پاکستان دی چې د نړۍ په کچه پرې شکونه او تورونه موجود دي، چې تر اوسه نړيوالو ته زياتي چغې وهل شوې چې پاکستان ترهه ګري جګړه دوه مخيتوب او د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي چې اوس تر يوه حده دا هېواد ګوښه شوی او تمه کيږي چې زيات به ګوښه شي
په ورته وخت کې په کور دننه پاکستان کې هم پر دې هېواد تورونه موچوه دي چې د ترهه ګرو ملاتړ کوي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي ځکه نو له همدې امله يوه پاکستاني سناتور وړاندوينه کړې چې پاکستان به له انزوا او نړيوالو بنديزونو سره مخ شي.
مصطفی نواز په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر سیاست انتقاد کړی او زياته کړې ئې ده که پاکستان د ترهه ګرو له ملاتړه لاس وا نه خلي او ادامه ورکړي نواو ښايي د نړيوالو له غبرګون بنديزونو او انزوا سره مخ شي.
نواز زياته کړې نړۍ ټه دې پوهيږي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، و دده په خبره چې پاکستان ته په کار ده چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای د سولې پروسې سره همکاري زياته کړي او خپلې پاليسۍ ته په لویه معنی تغير ورکړي.
ده د پاکستان په هکله خطرناک خبرداری دځ ورکړ چې هېوا يې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړيوالو بنسټونو له لوري منزوي کړی، او که چيرې خپلو دي کړنو ته دوام ورکړي نو دا هېواد به له سختو بندیزونو سره مخ شي.
د ده له انده که پاکستان له افغان سولې سره سمه همکاري وکړي نو دا کار به يې بې ګټې نه وي.
پاکستان له تیرو څو لسیزو په سيمه کې د يوه شيطان هېواد په توګه پاتي شوی او تل يې خپلې ګټې په جګړه ترهه ګرۍ په ترويج کې لټولې.
د پاکستان په وړاندې د نړۍ او افغانانو همغږي کيدلو ته اړتيا ده تر څو چې د دې دوه مخې او ترهه ګر هېواد مخه ونيسي او په افغانستان کې د ده نيابتي جګړه پای ته ورسيږي.
Comments are closed.