The news is by your side.

ايران ته د اوبو د ور پرېښودو په هکله د طالبانو بيان

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان ځینې رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ايران ته ور خوشي کړې دي نن ورځ طالبانو په دې اړوند خپل ځواب بيان کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه تازه مرکه کې وویل چې په کومه ولسوالۍ کې د کمال خان بند لري دوی هغه ولسوالۍ په کامل ډول تراوسه نه ده نيولې او نه یې هم تراوسه پورې هلته عمليات کړي دي نو دا کاملاً بې ځایه خبره ده چې دوی اوبه خوشي کړې دي.

دا خبر لومړی سيحون وېبپاڼې خپور کړ چې وروسته په نقل قول ورڅخه نورو سرچینو دا خبر واخيست او خپور یې کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړوند پخپلو څرګندونو کې وويل چې حکومت اوس داسې دروغ وايي چې ددوی له لوري يې د رد کولو اړتيا نه وي او دا دروغ ځان پخپله رد کوي.

که څه هم طالبان ايران ته د اوبو د ور خوشي کولو مسله ردوي او دا ډېره واقعي هم نه ښکاري بلکې د غيرې منطقي او افراطي تبليغاتو یوه برخه ښکاري خو د چارو څارونکي وايي چې طالبان د اوبو په هکله د ايران سره هرومرو نرمښت ښيي.

د چارو څارونکي وايي چې د طالبانو د ايران سره دښمني ژورې ریښې درلودې،‌داسې چې ایران د طالبانو په وړاندې د شمالي ټلوالې مالي او نظامي ملاتړ وکړ او د طالبانو په ځپلو کې یې مستقيمه ونډه واخيسته او طالبانو هم ددې هېواد دولس ديپلوماتان ووژل اوس څنګه دومره په اسانۍ سره تهران ددوی کوربه کېږي.

يوازې دا نه ده چې تهران د طالبانو کوربه توب ته اوس ډېر ليواله دی، بلکې ددې هېواد دولت پلوه رسنۍ د طالبانو په ګټه تبلیغات هم کوي، د ایران ترټولو لویې ورځپاڼې کيهان څه موده وړاندې هڅه وکړه چې خلک په دې باندې قانع کړي چې طالبان بدل شوي دي.

خو دا خبره که څه هم د ځمکنیو واقعیتونو سره توپير لري بلکې پخپله یې طالبان هم‌نه مني، د طالبانو وياندويانو تراوسه یوه هم‌نده منلې چې دوی بدل شوي دی دوی پخپله دا خبره ردوي او وايي چې ددوی حکومت ډېر ښه حکومت و، آزادی پکې وه، کاروبار پکې و، ډېر ښه حکومت و.

د بل لوري همدا اوس هم‌ د طالبانو په کنټرول لاندې سیمو کې ددې ډلې غړي د خلکو په هرڅه کې ځان پرېکړه کوونکی، څارونکی، قضاوت کوونکی او مجازات کوونکی ګڼي.

د مثال په ډول همدا اوس ددې ډلې‌غړي په کليو کې د خلکو تلیفونونه چک کوي چې سندرې خو به نه وي‌ پکې، د خلکو دېشونه ماتوي، تلويزيونونه ماتوي.

شننونکي وايي چې طالبان بدل شوي نه دي، خو د تهران سره يې داسې ژمنې حتمي کړې دي چې هغه به د افغانستان په زيان او د ايران په ګټه وي، په ځانګړي ډول د اوبو په مسله کې.

buy windows 10 enterprise

Comments are closed.