The news is by your side.

پاکستان په زابل کې عمليات کړي

خبريال وېبپاڼه: د زابل ولايت څخه تازه رسېدلي راپورونه وايي چې د شملزو په سیمه کې د پاکستانيو پوځيانو له لوري يوه افغان وګړی په نښه شوی دی.

د شملزو په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د محب الله په نوم دغه شيهد شوی افغان د شهيد کولو وروسته د پاکستان پوځ له ځان سره د فرضي پولې هاخوا وړی دی او بيا څه وخت وروسته بېرته دې خواته راوړی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې ددوی په سيمه کې طالبان‌ حاکم‌دي او کله چې پاکستاني پوځ ددوی مړی بېرته راوړی دی نو طالبان ددې مړي تسليميدو او اخستو ته هم ندي حاضر شوي.

د سیمې اوسیدونکو وايی چې دوی د فرضي کرښې هاخوا په ګڼ شمېر سره اباد شوی دی او دې خوا او هخوا‌ تګ راتګ لری خو د پاکستان د پوځ له لوري لسیزې کېږی‌چې په بې ګناهۍ په نښه‌کېږي.

ددې ځای اوسېدونکي وايي چې دوی ازاد تګ راتګ غواړي، هخوا ځمکې ابادۍ او خپل خپلوان لري،‌ مګر د پاکستان پوځ یې هېڅ وخت په ارامه نه پرېږدي او وخت ناوخته ددې سیمې اوسېدونکي د ټولې دېخوا او هخوا په نښه کوي.

خلک ګيله کوي چې څوک یې غږ نه اوري او د پاکستان د پوځ وحشي ظلم ته يوازې پریښودل شوي دي، دوی یې تش لاس بې وسه‌دي او پاکستان په دوی باندې د ظلم کولو څخه د لاس اخيستلو نیت نلري او په سيمو کې یې هم طالبان حاکم‌ دي چې ددوی د شکایت په کيسه کې نه دي.

د زابل ولايت د پاکستان سره ۶۵ کیلومتره پوله لري چې ددې هېواد د پوځ له لوري وخت ناوخته ځورول‌ کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان سره د فرضي کرښې په امتداد کې پاکستاني پوځ عام افغانان په نښه کړي او ځورولی و، دا چې په سیمه کې څوک نشته چې پاکستاني ظالم پوځ ته ځواب ورکړي نو دا ظالم پوځ ورځې تر بلې خپل ظلم زیاتوي او د خلکو په وړاندې د لا زیات‌ وحشت څخه کار اخلي.

د چارو شننونکي وايي چې افغان حکومت دې دا مسله په نړیواله کچه مطرح کړي او د پاکستان د ظلمونو په هکله دې نړيوال حساسيت را بیدار کړي ترڅو ددې هېواد په وړاندې نړيوال اقدامات وشي.

buy windows 10 home

Comments are closed.