The news is by your side.

ترک هنرمند افغان کډوالو ته د سپکو سپورو ډک سپکاوی وکړ

خبريال وېبپاڼه: په ترکيه باندې د افغان کډوالو هجوم ددې هېواد دننه د هنرمندانو حوصله هم پای ته ورسوله، د عامو خلکو له لوري د افغان او سوري کډوالو څخه شکايتونه زيات و خو دا لومړی ځل دی چې په ښکاره نور ددې هېواد هنرمنده طبقه هم د کډوالو په وړاندې بې حوصلې کېږي.

د کېنان دؤلو په نامه هنرمند چې په عین زمان کې يو مشهور خیاط او ماډل دی تېره ورځ د خپل انسټاګرام د حساب له لارې افغانانو ته د سپکو سپورو تر حد ورسېده.

نوموړي افغان کډوال بې حیثیته خلک ياد کړل او ورڅخه ویې غوښتل چې نور ترکيه په ارام پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.

د افغان کډوالو د زياتېدو سره په دې هېواد کې د کډوالو له لوري جرمونه هم په زياتېدو دی، تېره ورځ د ګبذې په سيمه کې د يوه افغان کډوال له لوري په يوه لس کلنه نجلۍ جنسي تېری وشو چې په دې هېواد کې يې د خلکو سخته غوسه را وپاراوله.

ترکيه اوس هم د دري ميليونو زيات کډوال سوريي کډوال کوربه کوي چې ورسره افغان، ايراني او عراقي کډوالو هم شتون درلود، خو په دې وروستيو کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او طالبانو له لوري د چټکو پرمختګونو له کبله ډېری افغانان ترکيې ته په تېښته دي.

استانبول اوس د پېښور حال او صورت اخيستی دی او په هر سمت کې يې افغان او سوري کډوال ليدل کېږي، خلک د کډوالو څخه وېره لري او له همدې کبله نجونو د مازديګر وروسته بیرون ته راحت نشي وتلی.

په افغان کډوالو یوه سخته نيوکه داده چې ددې هېواد خلک يې کوي؛ افغان کډوال د جګړې څخه نه تښتي، دوی وايي چې که يو څوک د جګړې څخه تښته کوي نو خپل فامیل او کورنۍ هم ورسره اخلي خو ترکیې ته صرف ځوان افغان نارينه راځي چې دا د اندیښنې وړ ده.

ايران او پاکستان وار له مخکې افغان کډوالو ځپلي دی او هلته په ميليونونو کډوال اوس هم شتون لري، په دې دواړو هېوادونو کې پخپله اقتصادي بحرانونه موجود دي، نو افغان کډوال دې دواړو هېوادونو ته زړه نه ښه کوي، اروپايي هېوادونه ويزه نه ورکوي پاتې ترکیه کېږي چې دوی کولی شی هلته په يوه معتدل معاش باندې ځانته کار پيدا کړي.

مګر ترکیه د سوریې له کډوالو څخه کړېږي او د نورو کډوالو د منلو وس نلري چې ددې هېواد حاکم ګوند وياند هم دا خبره تېره ورځ وکړه او ويې ويل چې ترکيه د نورو کډوالو د منلو وس او ظرفيت نلري.

buy office 365 pro

Comments are closed.