The news is by your side.

پنټاګون د افغان ځواکونو د وړتیا او مشرتابه په هکله څه وویل

خبریال ویب پاڼه/ افغان ځواکونه له تیرو دریو میاشتو په سختو جګړو کې ښکېل دي او تراوسه له ډیرو سیمو په شا شوي دي خو لاهم د دوی د وړتیا خبرې  کیږي او امریکا هم په دې نظر ده.

پنټاګون  د افغان ځواکونو په هکله باورمندي ښکاره کړې او ویلي يې دي چې افغان ځواکونه وړتیا لري خو خبره په مشرتابه کې ده او که مشرتابه ښه وي نو دوی هم ښه دي.

پنټاګون ویلي د جګړو په ډګر کې افغان ځواکونو د لویو بدلونونو وړتیا خو دا چې دا څه ترسره کیږي نو د دې ځواکونو په مشرتابه پوري اړه لري.

د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې په خپلو تازه څرګندونو کې  ویلي چې دوی له افغان ځواکونو څخه خپل هوايي ملاتړ ته دوام ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه په پیاوړتیا سره د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي.

کربي د جګړې د مدیریت په هکله تازه ویلي چې دا د دولت په مشرتابه پوري اړه چې دوی څنګه کولای شي چې خپل ځواکونه بریالي کړي.

نوموړي ویلي چې افغان پوځ پوره امکانات ویلې تجهیزات او مهمات لري چې د جګړې په ډګر کې په ښه توګه و جنګیږي خو بیا هم د امریکا مرستې ته اړتیا لري چې ورسره ودریږي.

پنټاګون دا هم ویلي  چې دوی بوخت دي ترڅو د روانې میاشتي تر پایه پوري خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي، تمه ده چې د روانې اګسټ میاشتي تر پایه پوري امریکايي  ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د افغانستان ترینګلی وضعیت

امریکايي ځواکونه پر داسې مهال له افغانستانه پښې سپکوي چې تازه په افغانستان کې جګړې اوج ته رسیدلې او طالبانو د ۲۰۰ ولسوالیو ترڅنګ ۵ ولایتونه هم تر خپل تصرف لاندې را وستلي دي او لاهم دا ډله د پرمختګ په حال کې ده همدا اوس د افغانستان ګڼ شمېر نور ولایتونه تر لوړ امنیتي تهدید لاندې دي او داسې ښکاري چې نورې جګړې به هم رامنځ ته شي، خو امریکا دا چې له افغانستانه سرتیري باسي دا يې بیا ژمنه کړې چې د دوی هوايي بریدونه به د افغان ځواکونو په ملاتړ دوام ولري او اجازه به ورنکړي چې طالبان پرمختګ وکړي

buy windows 10 pro

Comments are closed.