The news is by your side.

امریکا ومنله چې پاکستان ترهه ګرو ته امن مرکزونه جوړ کړي

خبریال ویب پاڼه/ شاوخوا ټولې نړۍ پر امریکا ږغ کړی چې پآکستان د ترهه ګرو ملاتړ کوي او د دوی ترولکې لاندې پټن ځایونه لري خو امریکا غوږ نه پرې نیوی خو اوس يې پاکستان څنډلی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په خپلو خبرو کې ویلي او منلې يې ده چې د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې  سیمو کې د ترهه ګرو ډلو او طالبانو امن مرکزونه فعال دي او هلته روزنه ترسره کوي.

تر دې وړاندې هم ورته راپورونه ول چې د پآکستان ترولکې لاندې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه قبایلي سیمو کې د پآکستان دولت ترهه ګرو ته امن مرکزونه جوړ کړي چې له هغه ځایه د افغانستان جګړې او نورو تروریسي فعالیتونو ته ورته زمینه برابریږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند کربي  په یوه پوښتنیز ځواب کې وویل دوی پوهیږي چې د پاکستان تر ولکې لاندې د ډیورنډ کرښې ته نژدې د ترهه ګرو امن مرکزونه شتون لري او په افغانستان کې همدا مرکزونه د روانو جګړو او نا امنیو سبب شوي دي.

د ده په وینا پآکستان ته يې له وخته سر ور خلاص کړی چې د ترهه ګرو دا مرکزونه نه یوازي افغانستان بلکې پاکستان او سیمې ته زیات خطرناک دي، او دوی له پاکستان سره په دې بوخت چې ورسره دا مرکزنه له منځه یو سي.

پر پاکستان تور دی چې افغانستان کې نیا بتي جګړه مخ ته بیايي او په افغانستان کې د څلویښتو کلونو جګړو یوازنی لامل همدا پاکستان دی خو پاکستان بیا ویلي چې افغانستان دي خپله ناکامي پر پاکستان نه اچوي.

په دې وروستیو جګړو کې ویل کیږي چې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې ان پاکستاني پوځیان هم جنګیږي چې د وژلو وروسته يې جسدونه د فرضي کرښې هغې بلې غاړې ته وړل کیږي په دې وروستیو کې د کشفي راپورونو له مخې زیات شمېر پاکستاني  پوځیان چې افغانستان ته د جګړو لپاره راغلې ول له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې هلاک شوي دي او بیا يې جنازې پوري غاړه ترسره شوې دي،  که څه هم پاکستان یې نه مني خو عیان بیان ته حاجت نلري

buy office 2019 pro

Comments are closed.

koi finance