The news is by your side.

د طالبانو مهم خبرداری، کابل ښاريان باید خبر شي

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان د تلويزيون سره په مرکه کې کابل ښاریانو ته د يو مهم خبرداري خبره وکړه.

ذبيح الله مجاهد د کابل له ښاريانو څخه وغوښتل چې د نظامي ځايونو او د افغان حکومت د مشرانو د کورونو او مېشتې له سیمې څخه خپل ځانونه لرې کړي او ددوی په څنګ کې مېشت نشي.

مجاهد وويل چې دوی به د افغان حکومت مشران په کابل کې يو يو په نښه‌ کړي او له منځه به يې يوسي، ده ددې کار سبب په ملکي خلکو بمباري وبلله.

نوموړي وويل چې د افغان حکومت مشران په کابل کې ناست دي او کله چې په جګړه کې ددوی په وړاندې ولايتونه او سیمې له لاسه ورکړي نو نور پيلوټانو ته امر کوي چې بمباري وکړي او په دې بمباریو کې دوی د ملکي او عامه شتمنیو خيال نه ساتي، نو چې دوی دا ډول بمبارۍ ترسره کوي موږ به هم دوی په مستقيم ډول په نښه کړو.

ذبيح الله مجاهد زياته کړه چې څه موده وړاندې دوی ځینې ولسوالۍ ونیولې خو په ښارونو یې بریدونه نکول او کوم پلان یې هم‌ نه درلود، خو دده په خبره چې د حکومت مشر اشرف غني د‌ جګړې اعلان وکړ او ويې ويل چې په شپږو مياشتو کې به د طالبانو د لاس لاندې سیمې بېرته خپلې کړي، اوس چې هرڅه کېږي نو مسول يې پخپله اشرف غني دی.

په داسې حال کې چې خلک د حکومتي بمباريو څخه سر ټکوي خو د بل لوري خلک په طالبانو هم نیوکه کوي چې د ښارونو د نيولو لپاره تر هرڅه تېر دي که ښار په وینو کې هم ډوبېږي ددوی سره يې پروا نشته او صرف دا غواړي چې ښارونو سقوط کړي او ځايونه باندې کړي.

پوهان طالبانو ته سپارښتنه کوي چې په ښارونو له بريدونو ډډه وکړي ځکه چې په جګړه کې به ښارونه وران شي او که وطن بيا کنډواله کېږي نو بيا که طالبان د سپین فرښتو په جامو کې هم راسي خلک به ورڅخه داسې شديد متنفر وي چې يوه ورځ به یې ددوی په وړاندې لټوي.

خو د طالبانو يوه وياند تېره ورځ هم پخپله څرګندونو کې وويل چې دوی د کابل په شمول د ټولو باقی ښارونو د نيولو نظامي پلان لري ځکه چې حکومت د سولې په خبرو کې صادق نه دی.

خو حکومتي چارواکي وايي چې غني په دې شرط چې طالبان ټاکنې ومني استعفا او د واک انتقال ته هم تيار دی خو پرته دې له دې د طالبانو په وړاندې د مقابلې او مقاومت پرته بل انتخاب شتون نلري.

Comments are closed.

koi finance