The news is by your side.

د امريکا په وړاندې د افغان حکومت زړور اعلان

خبريال وېبپاڼه: وروسته له ډېره وخته د افغان حکومت له لوري د امريکا په وړاندې تونده ژبه وکارول شوه، دغه تونده ژبه د ولسمشر غني د وياند مرستيالې وکاروله.

د ولسمشر غني د وياند مرستيالې فاطمه مورچل په خپله يوه وینا کې په امريکا باندې نېغه په نېغه حمله وکړه او هغه یې افغانستان ته په خيانت تورنه کړه.

آغلې مورچل وويل چې د امريکا متحده ايالاتو او ددې هېواد ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې د منحرف کولو سره د افغانستان سره خيانت وکړ.

خليلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان په هکله د يوې مهمې پوښتنې د ځواب څخه یو ډول تېښته وکړه او نه یې غوښتل چې دا پوښتنه ځواب کړي، د خليلزاد څخه دا پوښتنه شوې وه چې که چېرې د افغانستان پلازمېنه کابل د سقوط سره مخ شي نو ايا امريکا به مداخله وکړي، خليلزاد په ځواب کې وويل چې دا پوښتنه يوه انتزاعي پوښتنه ده، يانې يو ډول واقعي د درک وړ عملي پوښتنه نده.

د ولسمشر غني د وياند مرستياله ميرمن فاطمه مورچل بيا په دې اند نه ده او په دې هکله په خليلزاد د سختې نیوکې ترڅنګ زياتوي چې دا یوه غیرې واقعي پوښتنه نده، بلکې واضح پوښتنه ده، کله چې تاسې د افغان سولې د خبرو څخه د افغانستان حکومت په ګوښه کې وساته او د هغوی سره مو خپله توافق وکړ نو د اوسني حالت په هکله مسولیت لری.

تر دې وړاندې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم د امريکا څخه يو ډول ګیله کړې وه او ويلي یې و چې طالبانو ته زيات امتیازات ورکړل، ولسمشر غني د امريکا د فشار په پايله کې مجبور شوی و چې د طالبانو پينځه زره بندیان هم آزاد کړي.

د دوحې د تړون وروسته چې بين الافغاني خبرو کې اساسي پرمختګ رامنځته نشو په هېواد کې جګړې زور واخيست د طالبانو له لوري په ښارونو باندې بريدونه پيل شول او حکومت هم بمباريو ته زور ورکړ، په دې ډول حالت کې ډیری خلک د ملامتيا ګوته امريکا ته په ځانګړي ډول ددې هېواد ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته نيسي.

دوی وايي چې امريکا د طالبانو سره يو طرفه توافق وکړ، د افغانستان څخه بدون له قيد او شرط څخه وتل اعلان کړل او په کامله مانا یې افغان حکومت هم د سياست هم د جګړې په ميدان کې طالبانو ته یوازې پرېښود او طالبانو ته يې د بريا ډاډ ورکړ.

Comments are closed.