بایډن وايي، باوري یم چې افغان ځواکونه به طالبان مات کړي
خبریال وېبپاڼه/ د امریکا جمهوررئيس جو بایډن وايي، باوري دی چې په افغانستان کې روانه جګړه به د افغان ځواکونو په بریا پای ته رسېږي او طالبان به سخته ماتې وخوري.
جو بایډن تېره شپه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ پر خپل ځای دی او دغه ځواکونه کولای شي چې له خپل هېواد او خلکو دفاع وکړي.
جو بایډن ویلي دوی د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، د معاشونو ورکړې او نورو برخو کې ددوی ملاتړ ته ژمن دي او دغه ځواکونه کولی شي د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.
بایډن ویلي افغان ځواکونه پیاوړي دي، ددوی شمېر ډېر دی او دوی باید طالبان مات کړي، څو افغانستان نور د دغې ورانکاره ډلې له شره خلاص شي.
هغه همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوره معلومات لري او هره ورځ د پېښو جزیات ورسره شریکېږي، نو له همدې امله دی ډاډه دی چې افغان ځواکونه به د طالبانو د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي.
بایډن ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر لګولي دي او اوس ددوی مسوولیت دی چې له خپل هېواد دفاع وکړي.
بایډن همدا راز له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی او ترڅنګ یې د خپلو سرتېرو د ایستلو پر موضوع هم تاکید کړی دی.
ده ویلي دي چې په افغانستان کې خپل هیڅ سرتېری هم نه پرېږدي، خو سیمه هم یوازې نه شي پرېښوولی.
د امریکا ولسمشر داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ او د طالبانو د ماتولو خبره کوي چې دا مهال اته ولایتونه د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شوي دي او لا هم دغه ډله د پرمختګ په حال کې ده.
شنونکي بیا له افغانستان سره د امریکا ملګرتیا ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې د امریکا په اوړو کې شګه ده، ځکه خو طالبانو دومره پرمختګ وکړ.
Comments are closed.